<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-18 19:12:13    
د چينګ دو د لرغونې سيمې له دودونو څخه د بهرنيو دوستانوليدنه او ورڅخه اخيستي خوندونه

cri

درنو اوريدونكو او د سي آر اى د پښتو ويبپاڼې عزتمندو لوستونكو بهرنيان په چين كې ددې اونۍ لپاره بيا هم خوشحال تايب يو مطلب خپريدو چمتو كړى چې ستاسو پام ورته رااړوم:

هغوي سره ملاتړي يا کمربندونه تر ملا اوښکلي دسمالونه پر غاړه لري ،او د سچوان ولايت د چينګ دونګ د جيولودي په سيمه کې د خلکو له ورين تندي او ښه روغبړ سره مخامخ شويدي ،او پدې سيمه کې ګوري چې يو شمير خلك يوې ډيرې نرمې موسيقۍ ته د چين د مشهورې نڅا(يانګ جي) په ليدلو بوخت دي،دوي د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه په خوشحالۍ سره تيريږي، دسميې داوسيدونکو رنګارنګ فعاليتونو د ډيرو بهرنيانو پام ځان ته وراړولی،او زيات خوند ترې اخلي، او دغه دوديزې نڅاګانې او ډول ډول فعاليتونه دوي ته عادي نه ښکاري،خو په حقيقت کې دغه نندارې يو له هغو فعاليتونو څخه دي،چې ددې ښار په خاصو وختونو کې ترسره کيږي.پدې مانا چې د سيمې د خلكو دوديزې چارې دي،خو بيا بهرنيان بل ډول خوند ترې اخلي.

دبهرنيو کارپوهانو لپاره د چينګ دو سيمې د دودونو د ښودلو د فيسټيوال ټولنې د مينه والوګډون کوونکو لپاره په وار سره بيلابيل او زيات پروګرامونه جوړ کړي،دا ځل د بهرنيو کارپوهانو او د چينګ دو په پوهنتون کې د بهرنيو زده کوونکيو په ګډون لس کسيزې ډلې ته دا زمينه برابره شوې چې ددې سيمې له ژوند،دودونو او عادتونو څخه ليدنه وکړي، کله چې دسيلانيانو دغې ډلې له سيمه ايزې نڅا څخه ليدنه کوله نوځينو نڅا کوونکوميرمنو يو تن کينيايي سيلاني ته چې داويد نوميږي هم د نڅا کولو بلنه ورکړه چې دهغه لپاره ډيرپه زړه پورې کار وو، هغه هم سور دسمال تر ملا وتاړه او له هغوي سره يې ښکلې موسيقۍ ته په نڅا پيل وکړ،او خپلې نڅا ته يې د خلکو د کتلو له امله ډيره خوښي احساسوله، دنومړي دې جرآت دده نور بهرني ملګري هم ديته وهڅول چې په نڅا کولو کې ورګډ شي،دغو بهرنيانو مخکې دا شان نڅا نه وه کړې او په خپلو منځونو کې يې د چينايانو د دغه راز نندارو په هکله خبرې کولې.

لدې سيمې څخه لږ ليرې د بهرنيو ميلمنو لپاره يوه بله تفريحي لوبه هم روانه وه،داويد بيا هم مينه درلوده چې وګوري هلته څه دي،کله چې ورغی نو ويې ليدل چې هلته له خټو څخه جوړ شوي ښکلي لوښي نندارې ته ايښودل شوي، ډير وخت تير نشو چې پدې هکله د چينايي لارښونکو له خوا معلومات ورکړل شول،دی ډير ژر پوه شو چې دغه کسان څه ډول نندارې ترسره کوي، او په ننداره کې ورګډ شو چې په پاي کې ورته يو ښکلي او ساده سور ګل هم ورکړل شو،

د فرانسې هيواد اوسيدونکي جيرمي په لمړي سر کې يو څه د شرم او خجالتۍ احساس کاوه،خو ډير ژر د تايچي لوبې ورجذب کړ او په لوبه کې ورګډ شو. اتفاقا دده په تن جامې هم ددې لوبې د ترسره کولو لپاره ښې مناسبې وې،رښتيا خبره خوداده چې د تايچي سپورت ډير سخت او جګړه ايز سپورت ندی،

پدې سيمه كې بل ډيره جالب او له هنر څخه ډک کار د اوږده چوښتي درلودونکو چاينکو څخه پيالې ته د چاي اچول او چاي څښل دي،چې دا کار ځانکړي هنر ته اړتيا لري،ځکه ددې چاينکو چوښتي تر يو متر حتي تر هغه هم زيات اوږد وي ،او په هغې کوچنۍ پيالې کې چې د ميز پر ايښي بايد چاي واچول شي. هغو کسانو چې پيالې ته چاي اچاوه دا كار ډير ساده ورته ښکاريده او په آسانۍ سره يې پيالې ته چاي اچاوه،خو کله چې د کينيا اوسيدونکې ميلي وغوښتل چې دا کار ترسره کړي،نو پرې ونه توانيده،او وايي په ريښتينې توګه چې دا يو ځانګړى هنر دی او زياتو تمرينونو ته اړتيا لري، پدې برخه کې دوي ته د سيمې د دوو اوسيدونکو لخوا لنډه لارښونه وشوه،او دوي هم په لمړنۍ توګه دغه تمرينونه تکرار کړل چې ډير ورته په زړه پورې وه. که څه هم ميلي په هغه وخت کې ډير زيار و ايسته چې د اوږده چوښتي لرونکې چاينکې څخه پيالې ته چاي واچوي خو د هڅو سره سره يې دا کار ترسره نشو کړاي. خو کله چې د سيمې يوه اوسيدونکي لږ څه مرسته ورسره وکړه نو بالاخره پدې بريالی شوه چې دا هنري کار ترسره کړي او دا ددې لپاره يوه نه هيريدونكې خاطره وه.

دغو بهرنيو دوستانو د لمړي ځل لپاره د چينګ دو د خلکو له ژوند دودونو او سوداګريزو سيمو څخه ليدنه وکړه. دوي دخپل سفر په دغه بهير کې د سچوان له اوپيرا څخه هم ليدنه وکړه او په هغه ځاي کې يې له موسيقۍ څخه خوند واخيست. او هلته يې د سيمه ايز ډهل او چنګ د وهلو کتنه هم وکړه،داويد وايي په رښتيا سره چې د چينګ دو خلك په بشپړه توکه بيل دودونه او ښکلې ننداې لري،او انسان ته ډيرې خوښۍ ورپه برخه کوي او خبريال ته يې په څرګنده توګه وويل( زه په رښتيا سره ډير د خوښۍ احساس کوم او نه غواړم چې ژر له چينګ دو څخه ولاړ شم زه به خپلو ټولو دوستانو ته ددې ښار په اړه ډيرې ډيرې کيسې وکړم )

درنو اوريدونکو دا وه بهرنيان په چين کې ددې اونۍ برابره شوې برخه چې تاسو واوريده،هيله ده چې ستاسو د پام وړ ګرځيدلي وي،که پدې هکله سالمې نظرېې وړانديزونه او نيوکې لرۍ نو پخپلو ليکونو کې يي موږ ته راوليږۍ.