<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-19 18:45:42    
د اسيا پرمختيايی بانک به په کليوالو سيمو کې د سړکونو د جوړولو د پلان د پلی کولو لپاره له چين سره همکاری وکړي

cri

د اسيا پرمختيايی بانک په وروستيو ورځو کې پريکړه کړی چې په چين کې د تخنيکی مرستې يوه پروژه پلی کړي چې موخه يی له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠ کاله پوری په کليوالو سيمو کې د سړکونو د جوړولو د يو پلان د پلی کولولپاره له چين سره مرسته ده چې په دغو سيمو کې د سړکونو حالت ښه والی ومومي .

خبريال له دغه بانک څخه خبر اخيستی چې د دغه پلان سره سم اړوند تخنيکی له بی وزلو کسانو سره د مرستې په موخه د اسيا د پرمختيا بانک د همکارۍ د صندوق له خوا مرستې برابری شی چی پکې به د چين د سړکونو د پانګونې لارې چارې غوره والی پيدا کړی او بی وزلی کسان به ورڅخه ګټې واخلي .دغه پروژه له دولتی سړکونو سره د سيمه ايزو سړکونو د تړلو د ښه والی له لاری تر سره کيږي .

د خبرله مخې تر ٢٠١٠ کاله پوری به د چين له دغه پلان سره سم يو مليونه دوه سوه زره کيلو متره سړکونه زيات شی چې له امله به يی د چين د سړکونو عمومی اوږدوالی دری مليونه دوه سوه زره کيلومترو ته زيات شی .دغه راز له دغه پلان سره سم به په کليوالو سيموکې اته لکه کيلو متره سړکونه ښه والی ومومي او څلور لکه کيلو متره نوی سړکونه به جوړ شی .د دغه پلان لګښت به سل مليارډه امريکايی ډالره وي .

د دغې پروژې مسئول او د ترانيسپورت لوړ پوړي کارپوه جنو وويل په کليوالو سيمو کې بی وزلی کسان د ترانسپورتی شرايطو دخراب والی له امله د نورو سيمو له خلکو سره اړيکی نه لري ،نو په کليوالو سيمو کې د سړکونو جوړول او د دغه پلان

پلی کول به د ترانسپورتې لګښتونو د کميدو ،د بازاری خدمتونو د بشپړتيا ،د

استخدام د فرصتونو د برابرولو او له نورو سيمو سره د اړيکيو د ټينګيدو له لاری د يو اغيزمن بازار د جوړولو او اقتصادی پرمختګ په برخه کې عمده رول ولوبوي .

جنو وويل چې په تيرو لسو کلونو کې د چين اقتصاد چټک پرمختګ کړی او د اقتصاد پرمختګ کلنی انډوال يې په سلو کې ١٠ ساتلی دی او ښايی چې د چټک پرمختګ حالت هم وساتل شی .که څه هم ښی پايلې لاس ته راغلی خو د چين حکومت به لاهم له زياتو ستونزو سره مخامخ شی چې په دی ترڅ کې يی د کليوالو سيمو د ټولنې او اقتصاد پرمختګ د مهمې ټکې په توګه ګڼل کيږي .برسيره پردی د دغو سيمو د سړکونو جوړول او د سيمه ايزو سړکونو د شبکې عمومی پلان هم ډير مهم دی .

د اسيا پرمختيايی بانک د ترانسپورتی ليږدولو څانګې مسئول ژوی نا ځه وويل مونږ خوشحاله يو چې د دغې پروژې له لاری به له چين سره دغه همکارۍ پياوړی شی . دغې پروژې د نوموړی پلان په اړه د پروګرامونو د غوره والی او پلی کولو لپاره قيمتی وسيلې برابرې کړی دی .د اسيا پرمختيايی بانک هيله لري چې د دغه پلان د پلی کول په برخه کې له چين سره نژدی همکاری وکړي .

د چين د ترانسپورت د وزير مرستيال ونګ منګ يونګ وويل چې په کليوالو

سيمو کې سړکونه د چين د سړکونو د شبکې بنسټ دی او د کرنې او کليوال اقتصادی پرمختګ د پرمخبيولو لپاره مهم اساسی تاسيسات دي ، نو د دغه پلان پلی کول

به په ترانسپورتی چارو کې له کليوالو وګړو سره د مرستې لپاره مهم اهميت

ولري .