کابل
د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت ولسمشر جلالتماب حامد کرزی:
د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د خپلواکۍ د اووه اتيايمې کاليزې د رارسيدو په موقع کښی زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او د خپل ځان لخوا تاسو او ستاسی له لاری د افغانستان حکومت او خلکو ته توده مبارکی او ښې هيلې څرګندوم ٠
له اوږدې مودې راهيسی ، د افغانستان خلک د خپلو زيارونو، هوښيارۍ او زړه ورتوب په وسيله د ملی خپلواکۍ د ګټلو او د ټولنيز پرمختګ د چټکولو په تاريخ کښی روښانه پاڼې اړولی دی ٠ د افغانستان د نوی حکومت له جوړيدو راهيسی، ستاسی جلالتماب په مشرۍ د افغانستان په سوله ايزه بيا أبادۍ کښی مثبت پرمختګ رامنځ ته شوی، د خلکو د ژوند کچه يې په پر له پسی توګه لوړه شوېده ٠ زه د زړه له کومی هيله او باور لرم چې ستاسی د هېواد د حکومت او خلکو د ګډو کوششونو له لاری به هرومرو د افغانستان لا ښکلی راتلونکی ژر راورسيږی٠
د چين او افغانستان د خلکو ترمنځ دوستی لرغونی تاريخ لری ٠ د روان کال په جون کښی تاسی جلالتماب چين ته بريالی سفردرلود چې په هغه وخت کښی دواړو هېوادونو د نيک ګاونډيتوب او دوستانه همکارۍ په هکله تړون لاسليک کړی او اعلان مو کړی چې په خپل منځ کښی د هراړخيزې همکارۍ اړيکی ټينګې کړو چې له دی امله د چين او افغانستان ترمنځ دوستی د پرمختګ نوی تاريخی پړاو ته ننوتلی ده٠ د چين حکومت او خلک غواړی چې له افغانستان سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکی نوې کچې ته لوړې کړی٠
ستاسو د برياليتوب په هيله، هيله ده چې ستاسی هېواد سوکاله شی او خلک مو نيکمرغه وی !
د چين د ولسی جمهوريت رئيس هو جن تاو