کابل
د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د بهرنيو چارو وزير جلالتماب رنګين دادفر اسپنتا :
د افغانستان د خپلواکۍ د جشن د اووه اتيايمې کاليزې د رارسيدو په موقع کښی زه تاسو جلالتماب ته توده مبارکی وايم٠
د چين او افغانستان د سياسی اړيکو د جوړيدو له يو پنځوسو کلونو راهيسی د دواړو هېوادونو ترمنځ د نيک ګاونډيتوب او دوستانه همکارۍ اړيکی چې په سوله کښی د ګډ ژوند د پنځه ګونو اصولو پر بنسټ ولاړې دې، تل په سالم ډول پرمختګ کوی او په بېلا بېلو ساحو کښی د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او همکارۍ ورځ په ورځ لا پسی ټينګيږی ٠ د چين حکومت له افغانستان سره د خپلې دوديزې دوستۍ او د متقابلو ګټو پر بنا د همکارۍ پرمختګ ته په ډيره درنه سترګه ګوری او په مداومه توګه به د افغانستان له سوله ايزې بيا أبادۍ څخه کلک ملاتړ وکړی او پکښی به فعال ګډون وکړی٠ زه غواړم چې ستاسی له جلالتماب سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزې همکارۍ د اړيکو د پرمخبيولو لپاره نه ستومانه کيدونکی کوښښونه وکړم ٠
هيله ده چې تاسی روغ جوړ اوسی او افغانستان تل سوکله وي !
د چين د ولسی جمهوريت د بهرنيو چارو وزير لی جاو شينګ