د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان خبري رسنيو د اګست په نولسمه نېټه خبر ورکړ چې په کراچی کی د امريکا پر کونسلکرۍ د بريد شپږ شکمن کسان د دغه هېواد د معلوماتو د ارګان لخوا نيول شوی دی.
د دغه ارګان يو چارواکی وويل نوموړی شپږ کسان د جايشي محمد د سازمان غړی وو. د پلتنې له مخې، دغه سازمان له نوموړی بريد سره اړيکی لری.
د روان کال د مارچ په دوهمه نېټه له پاکستان څخه د امريکا د جمهوررئيس جورج بوش له ليدنې څخه مخکی په کراچی کی د امريکا کونسلکرۍ د موټر له ځانمرګی بريد سره مخامخ شوی چې په پايله کی يی د امريکا د يو ديپلومات په شمول پنځه تنه مړه شوی او په لس ګونه تنه ټپيان شوی وو.