د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اګيست په نولسمه نېټه په پلازمېنه کابل کې د دغه هېواد د خپلواکۍ د ورځې نمانځنې په مراسمو کې دغه خبره تائيده کړه چې د افغانستان حکومت به د تعليمی چارو د پرمختګ لپاره لا زياتې پيسې ولګوي. په ٢٠٠١ کال کې د طالبان د رژيم له تر پښتو لاندی کېدو راهيسی، وسله والو طالبانو څو څو ځله د افغانستان ښوونځيو وسوځول او له دې لارې يی د افغانستان د حکومت اغېزې د کمزورۍ لپاره هڅې وکړې. حامد کرزي څرګنده کړه چې تعليمی چارې د افغانستان لپاره زيات اهميت لری، نو حکومت به اساسی تعليمی چارو ته زياتې پيسې ورکړی.
|