دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د ويغوری قوم د مشهورې سندرغاړی ديربير له خوا ويل شوی يو لړ سندری وړاندی کړو٠
( سندره ١ )
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د ديربير له خوا ويل شوی سندره واوريده چی نوم يی دی د سندری په وزر ٠ دغه سندره د المان د کمپوز جوړونکی فيليکس منديلسون له خوا ليکل شوی او د ښکلی مينی ستاينه کوی٠ ديربير په ١٩٥٨ کال کی د چين د شينجيانګ د ويغوری د خپلواکی سيمی په کاشغر کی زيږيدلی او له ماشومتوب څخه د هغه ژوند له موسيقی سره تړاو درلود٠ هغه په ٩ کلنۍ کی
سيمه ايز کوچنی مهم لوبغاړی وو٠ په ١٩٧٦ کال ديربير د شينجيانګ د سندرو ويلو او نڅا کولو په ډلی کی له پروفيسر ګو لينګ بی څخه د موسيقی زده کړې وکړې ، وروسته د چين د موسيقی د مرکزی پوهنتون مشهور پروفيسر شن شيانګ شينجيانګ ته ورسيد او ديربير له هغه څخه په زده کړو پيل وکړ٠نو په ١٩٨٠ کال کی ديربير د چين د موسيقی د مرکزی پوهنتون اوپيرا زده کړې هم وکړې او د وتلو برياليتوبونو له لاری يی د چين د مرکزی اوپيرا ډلی ته ورسېد٠ اوس به مونږ په ګډه د ويغوری قوم يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی يو ډک ګيلاس شراب٠
( سندره ٢ )
ديربير د سندرو ډېر شمېر البومونه هم ثبت کړی، په دی وروستيو کلونو کی هغه په چين کی ډېر ځلی کنسرټونه جوړ کړی او د شينجيانګ په تعليمی پوهنتون کی يی د موسيقی او هنر د څېړنی مرکز جوړ کړی٠ هغه هيله لری چی خپلو هېوادوالو ته ښه خدمتونه وکړی٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د خپل کور د ستاينی لپاره د ديربير له خوا ويل شوی يوه سندره واورو چی نوم يی دی تاريم٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته رسيږی ! روغ او خوشحاله اوسئ!