<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-20 18:52:25    
دپنځو ګوتو معما

cri

ښايی چی تاسی دا پوښتنه ولری چی ولی مونږ په يو لاس پنځه ګوتی او په يوه پښه هم پنځه ګوتی لرو، نه شپږ يا اوه ګوتی لرو؟ د دی معما د حل لپاره انګليسی عالمانو د هغو موږکانو ښه څېړنه وکړه او سم ځواب يی تر لاسه کړ چی د عادی موږک په نسبت زياتی ګوتی لری٠ د دوی په نظر په حقيقت کی پنځه ګوتی ولری، نو د دوی د پښو او لاسونو د هډوکو شکل به بدل شی او په عادی توګه قدم او منډی نشی وهلی او د دوی د ښکار او له طبيعی دښمن څخه د ځان د ژغورلو توان به هم کمزور شی٠ عالمانو د څېړنو څخه دا وموندله چی که کوم ژوی له پنځو نه زياتی ګوتی ولری، نو د دوی د لاس يا پښی ورغوی به مجبورأ د قوس په شکل وده وکړي څو چی د اضافه شويو ګوتو سره مطابقت پيدا کړی، دغه راز د اضافه شويو ګوتو سرونه به هم کاږه شی چی په دی وجه د حرکت په وخت کی د دوی چابکوالی ضعيف او د قدو وهلو شکل به يی بدلون ومومی او دغه بدلون به د دوی د ښکار او تښتيدو توان کم کړی٠ لنډه دا چی د ګوتو د زياتوالی له امله د ژويو د ژوندون توان کمزور کيږي٠ د عالمانو په أزموينه کی يو داسی عجيب موږک ليدل کيږي چی په هره پښه کی يی لس ګوتی شته او حرکت يی ډېر مشکل دی حتی ژوندی هم نشی پاتی کيداي٠ خو د يادونی وړ خبره دا ده چی که کوم ژوی په پښو باندی د پنځو نه کمی ګوتی ولری ، په ژوند کی يی هيڅ مشکل نه پيدا کيږي٠ د يوه انګليسی عالم په نظر د اس په شان

سومونه لرونکی حيوانات د تدريجی تکامل په بهير کی په سومونو منډی وهی چی په هر سوم باندی يوازی يوه ګوته شته٠ څرګنده ده چی د پښو د ګوتو کمښت د حيواناتو په حرکت باندی کوم تاثير نه لری٠ د انسان لاسونه ډېر چابک دي، علت يی دا دی چی زوروره بټه ګوته له نورو څلورو ګوتو سره د تکيی رول لری او شيان نيولی شی٠ خو د بټی ګوتی نه پرته د انسان څلور ګوتی په جلا جلا توګه دری مفصلونه لری، خو بټه ګوته يی يوازی دوه مفصلونه لری٠ دا ولی؟ په اصل کی د درو مفصلونو په لاندنی برخه کی يو هډوکی شته چی دغه هډوکی د ګوتو د حرکت لپاره د ملاتړ رول لوبوی ٠ د بټی ګوتی دريم مفصل د ورغوی سره پيوند شويدی، نو بټه ګوته په ظاهره يوازی دوه مفصلونه لری٠ که بټه ګوته يوازی يو مفصل ولری، نو د شيانو د نيولو لپاره د نورو ګوتو سره ښه همکاری نشی کولی٠ برعکس که بټه ګوته د نورو ګوتو په شان دری مفصلونه ولری، نو کمزوره به شی او مشکل حرکتونه نشی کولی٠