د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلافی پوځ وياند د اګيست په نولسمه نېټه دغه خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ نړيوال ائتلافی پوځ د افغانستان په کونر ولايت کې له وسله والو کسانو سره جګړه وکړه او له دې امله د دغه پوځ دری تنه سرتيري مړه او يو شمېر نور سرتيري يی ټپيان شوي دي. د بل خبر له مخې، د ناتو بلاک په مشرۍ د امنيت ساتلو نړيوال مرستندوی پوځ په همدې ورځ په اورزګان ولايت کې د وسله والو کسانو له بريد سره هم مخامخ شو چې په نتيجه کې يو سرتيری مړ شوی دی.
|