<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-21 17:44:16    
د افغانستان د بيا رغونې بهيرله ننګونو سره پرمختګ کوی

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوو !

په افغانستان کی جګړه څلور کاله دمخه پای ته ورسيدله او د افغانستان د حکومت او د خلکو د ګډو کوششونو او د نړيوالې ټولنې د ټينګ ملاتړ له امله په افغانستان کی د ډول ډول ستونزو سره سره د دغه هېواد د بيارغونې په بهير کی لوی برياليتوبونه ترلاسه شوی دي . په دې اړه زمونږ د راډيو خبريالانو په افغانستان کی د چين له لوی سفير ، عامو افغانانو او په دغه هېواد کی له چينی سوداګرانو سره مرکې کړي دوی ټولو د افغانستان د بيارغونې په بهير کی ترلاسه شوی برياليتوبونه وستايل او د دغه هېواد د روښانه راتلونکی هېله يی هم څرګنده کړه .

په ٢٠٠١ کال کی د افغانستان د جګړې له پای ته رسيدو راهيسی ، په دغه هېواد کی د بيا رغونې له بهير څخه د نړيوالې ټولنې ملاتړ موجود دی . په افغانستان کی دچين لوی سفير ښاغلی ليو جيان په نظر کی دغه هېواد لوی برياليتوبونه ترلاسه کړي دي . ده په دې هکله وويل :

( اواز )

په تيرو څلورو کلونو کی ترټولو لوی برياليتوب دا دی چې د بن د موافقې سره سم په افغانستان کی ناأرامۍ پای ته رسيدلي او بيا رغونه يی هم پيل کړی دغه راز يی د سوله ايز چاپيريال په لور ګام پورته کړی دی .

ښاغلی ليوجيان وويل چې د افغانستان د بيارغونې برياليتوب لومړی په سياسی ساحه کی ځلانده دی د بيلګې په توګه نوی اساسی قانون جوړ شوی او ولسمشر او پارلمان ټاکل شوی دی دغه راز د هېواد سياسی تشکيلات په عمده توګه بشپړ شوی

دی چې يو ستر او د نړيوالې ټولنې د ستاينې وړ کار ګڼل کيږی . په عين وخت کی د افغانستان په اقتصادی او امنيتی برخو کی هم د بيا رغونې چارو پرمختګ کړی .

د افغانستان د اړوند ارګان د شميرنې له مخی ، په ٢٠٠٥ کال کی د دغه هېواد د خلکو کلنی عايدات د هرنفر په سر ٣٥٥ امريکايی ډالرو ته رسيدلی چې دغه شمير د ٢٠٠٤ کال په پرتله دوه ځله زيات شوی دی . په روان کال کی افغان حکومت يو پرمختيايی پلان جوړ کړی چې د بيا رغونې په بيلابيلو ساحو کی به د لا لويو برياليتوبونو د ترلاسه کولو لارښوونه وکړي .

د افغانستان د سياسی تشکيلاتو جوړونې او بشپړتيا د افغان خلکو ژوند ته مثبت بدلونونه رامنځ ته کړی . ښاغلی رمز چې اوس د افغانستان د مشرانو د جرګې په مطبوعاتی دفتر کی کار کوی ، دې ته اشاره وکړه چې اوس افغان خلکو د هېواد د سترو پېښو د پريکړو په ساحه کی لازيات حقوق ترلاسه کړي دي . هغه وويل :

(اواز )

په افغانستان کی اساسی قانون جوړ شوی او د دغه قانون پربنسټ دری مهم دولتی ارګانونه هم بشپړ شوی دي . مونږ د خلکو له خوا په ټاکل شويو پارلمانونو کی د هېواد د تګلارې په اړه بحثونه او پريکړې کولی شو .

په دې اړه د يوې راډيو کارکوونکی ميرمن عاطفه هم ورته نظر لری او هغه له دې امله ډير خوشحاله ده چې په افغانستان کی د ښځو حيثيت پياوړی شوی دی .

(اواز )

زمونږ اوسنی پارلمان د افغانستان د بيلابيلو سيمو له خلکو څخه جوړ شوی نو په پارلمان کی هره پريکړه د زرګونو خلکو له خوا شوې او نه د يوه شخص له خوا . برسيره پردی اوس ښځې په پارلمان کی کار کولی شی او ښوونه او روزنه هم کولای

شی .

د افغانستان د بيارغونې په بهير کی د چين په شمول نړيواله ټولنه لاس لری . حتی ځينی چينی سوداګران د نويو سوداګريزو فرصتونو د پيدا کولو لپاره افغانستان ته ورغلی دي . ښاغلی هان جيانګ يو له دغو کسانو څخه دی چې په کابل کی يو کال پاتی شوی دی . هغه د افغانستان د بيارغونې پرمختګ پخپلو سترګو وينی نو له دی امله پر دغه هېواد باندی باور لری :

( اواز )

زه د افغانستان پر راتلونکی باندی پوره باور لرم . د لندن د کنفرانس له جوړيدو راهيسی د افغانستان د ښارونو او کلتور ابادی چټکه شوې دغه راز زه هېله من يم چې په دغه بهير کی خپل کوشش وکړم او رول ولوبوم .

که څه هم په افغانستان کی لوی پرمختګونه رامنځته شوی خو د بيا رغونې دندې لاهم درندې دي . د حکومت مخالف ځواکونه ، مخدره توکی ، بی وزلي او فساد د دغه هېواد د بيا رغونې په بهير کی ننګونې کڼل کيږی . خو سوله د اوسنی نړۍ عمومی سير او د افغانانو ګډ هوډ دی نو د سولې پر لور د افغانستان اوسنی ګامونه نه شی ځنډولی .

په کابل کی ښاغلی انجنيز عبدالهادی زمونږ خبريال ته وويل :

(اواز)

د مخکنی وخت په پرتله ډير بدلونونه رامنځ ته شوی په دې مانا چې ټوله نړۍ له افغانستان سره ولاړه ده او د مادی ، معنوی او انسانی پلونو څخه يی زمونږ له هېواد سره مرستې کړيدي خو لاهم په هغه اندازه چې هېلې کيږی د بيارغونې کارونه ندی ترسره شوی ، ځکه څلور کاله يوه اوږده موده ده او نړيوالې ټولنې هم له افغانستان

سره زياتې مرستې کړي . او په افغانستان کی د بيارغونې زياتو کارونو ته اړتيا ليدل کيږی .

ګرانو اوريدونکو ! د افغانستان د حکومت او خلکو د ګډو کوششونو په رڼا کی او د نړيوالې ټولنې په ملاتړ سره افغان خلک هر ډول ستونزې ليری کولی او روښانه راتلونکی ترلاسه کولی شی .

درنو اوريدونکو ! بيا به د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د يادونې لپاره په زړه پوری يوه افغانی سندره واورۍ ! ستاسو د خوښۍ او نيکمرغۍ په هېله !