<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-21 18:33:38    
يو بريتانوی سرتيری د افغانستان په جنوب ختيځ د يوې جګړې په ترڅ کې ووژل شو.

cri
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيې د ملی دفاع وزارت د اګيست په شلمه نېټه وويل د همدې ورځې په غرمه يو بريتانوی سرتيری د افغانستان په جنوب ختيځ کې له وسله والو کسانو سره د اخ وډب په ترڅ کې ووژل او نور دری تنه بريتانوی سرتيري ټپيان شول. برسيره پر دې، د بريتانيې د خبری رسنيو د خبر له مخې، څو ورځې وړاندی د ناتو بلاک پوځ او د افغانتسان پوځی پوليسو له وسله والو طالبانو سره د افغانستان په جنوب کې سخته جګړه وکړه او د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې اويا وسله وال طالبان وژل شوي او د ناتو بلاک څلور سرتيري او د افغانستان يو حکومتی سرتيری هم پکې مړه شوي. اوس بريتانيې په افغانستان کې څلور زره او پنځه سوه سرتيري ځای پر ځای کړي دي. د بريتانيې د پارلماني غړيو څو څو ځله د حکومت غندنه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو سرتيريو شمېر لږ دی، نو د مړو شويو کسانو شمېر په پر له پسی توګه زياتيږی.