د افغانستان د خپلواكۍ اوه اتيامې كاليزه د اګست په يوويشتمه نيټه د چين په بيجينګ ښار كې د افغانستان د لوي سفارت لخوا ونمانځل شوه پدغو مراسمو كې د چين د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال څوي تيان كاي په ګډون د ګڼو هيوادونو سفيرانو او ديپلماتانو ګډون كړي وه، په چين كې د افغانستان لوي سفير ښاغلي اكليل احمد حكيمي د چين د بين المللي راډيو سره په يوه ځانكړې مركه ټولو افغانانو ته ددې ورځې مباركي وويله او هيله يې څرګنده كړه چې افغانان د خپلې خپلواكۍ د ساتلو تر څنګ د هيواد په بيا رغونه كې هم فعاله ونډه واخلي.
زه د افغانستان د خپلواكۍ د اواتيامې كاليزې له امله خپلو ټولو هيوادوالو ته مباركي وايم،اوله لوي خداي څخه د افغانستان خوښي خوشحالي ، آزادي او سرلوړي غواړم. اوهيله مند يم له هغو ستونزو سره چې اوس مهالورسره لاس او ګريوان يو په همت سره يې له خپلې مخې ليرې كړي.