پيري دي کوبيرتين په نړۍ کې د لومړی ځل لپاره د اولمپيزم له لغت څخه استفاده وکړه ، خو هغه ښکاره معنې ورنه کړه .
په تېرو څو سوو کلونو کې خلکو دغه لغت ته بېلا بېلې مغاوی ورکړې . په ١٩٧٤ کال کې د اولمپيک د نړيوالې لوبو کميټی د رومانيی غړی د دغه لغت د معنې په اړه وړانديز کړی او په همغه وخت کې يی د اولپميک په منشور کې شامل شو .
خو له دې وروسته په لسو کلونو کې خلکو څو څو ځله په دغه لغت بحث وکړ او بالاخره ٌ اولمپيزم ٌ په رسمی توګه د ١٩٩١ کال د جون په شپارلسمه نېټه د اولمپيک په منشور کې وليکل شو . د دې تر څنګ ، د اولمپيک د نړيوالې کميټې د لومړی ځل لپاره رسمی معنې وټاکله . اولمپيزم د خلکو د بدن او روحيی په ګډون د خلکو د بېلا بېلو کيفيتونو په اړه يو ډول پوهه او علم دی . اولمپيزم په ګډه توګه د سپورتي لوبو ، کلتور او تعليم څرګندوی ده .
د اولمپيزم له تعريف څخه لاندينی پنځه ټکی څرګند شويدی :
لومړی ، د اولمپيزم مرکزي مفکوره د خلکو هماهنګ پرمختګ دی . دوهم ، د ژوند د لارو چارو ښه کېدل د خلکو د همغږ پرمختګ لپاره د کلی اهميت لری . دريم ، اولمپيزم دې د سپورتي لوبو له لارې د خلکو همغږ پرمختګ تر سره کړي . څلورم ، سپورتې لوبې بايد د تعليم او کلتور سره يو ځای شی . پنځم ، د اولمپيک ورزشکاران بايد د سرمشق او لارښود رول ولوبوی .
د اولمپيک منشور پر دې خبره ټينګار کوی چې د اولمپيک روحيه يو د بل د تفاهم ، دوستۍ يووالی او د معقولې سيالۍ روحيه ده . دغه روحيه د اولمپيک د سپورتې لوبو مهمه لارښوونه کوی .
لومړی ، د اولمپيک روحيه د بېلا بېلو کلتورونو تر منځ تفاهم کوی . د اولمپيک ورزش د يو ډول نړيوالو لوبو په توګه د نړۍ له بېلا بېلو کلتورونو سره مخامخ دی . د مختلفو هېوادونو ورزشکاران بيلا بيلی ژبی ، کالی او مذهبونه لری . په دغو لوبو کې چې په څلورو کلونو کې يو ځل تر سره کېږی په نړۍ کې ټول کلتورونه شاملېږی .
د اولمپيک روحيه پر تفاهم ، دوستی او يووالی ټينګار کوی . يوازی د اولمپيک روحيې په تر سره کولو سره د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو تر منځ تګ راتګ او راکړه ورکړه پلی کولای شی .
په عين وخت کې د اولمپيک روحيه په معقولو او عادلانه سياليو هم ټينګار کوی . د اولمپيک د سپورتي لوبو عمده محتويات بېلا بېلې سيالي دی . په ځاني سياليو کې د ورزشکارانو د بدن ، روحيې او اخلاق ښه روزنه تر سره کيږی او نندارچيان له دې څخه ګټورې ګټی تر لاسه کوی . خو د دغو سياليو د کلتورې او تعليمی رول د معقولو سياليو په بنست ولاړ دی . يوازی د عدالت او انصاف په بنسټ سيالي ارزښت لری او د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د ورزشکارانو ترمنځ دوستې او يووالی ساتل کېږی چې د اولمپيک سپورتي لوبو خپله موخه پلی کولای شی .
د امريکا د اتلاتيک مشهور ورزشکار جيسی اوينس وويل : په سپورتي
لوبو کې خلک نه يوازی د سياليو څخه ګټی اخلی او نورو کسانو ته درناوی ورکوی ، بلکی د ژوند له سمی روحيی څخه هم زده کړې کوی .