<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-23 17:42:05    
ميرمن وانګ ګوان مي او د نيکمرغۍ پروګرام

cri

په چين کې د نيکمرغۍ پروګرام د بي وزلو ميندو سره د مرستو په موخه يو پروګرام دي ٠ د دغه پروګرام له مخې د مرستې ورکولو له لارې له بي وزلۍ څخه د بي وزلې ميندې راايستل د دغه پروګرام لومړني دنده ده چه په عمده توګه د لږې اندازې بي ګټې يا ټيتې ګټې کريدت د غريبو سيمو بي وزلو ميندو ته برابر شي ٠ دوي کولي شي چه د دغه کريدت په وسيلي د خپلو ريښتينيو حالاتو سره سم دکرلو او روزنې په هکله کرنيزو چارو ته پراختيا ورکړي او خپل د بي وزلۍ حالت له منځه يوسي ٠ يو يا دوه کاله وروسته به دغه کريدت بيرته ادا کړي چه به بيا د کريدت په توګه د نورو بي وزلو ميندو سره د مرستې له پاره استعمال شي ٠

د روان کال د جولاي په دوهمه نيټه د چين په پلازمينه بيجينګ کې د بسپنې ورکولو په يوه خيريه غونډه کې له چنګ هاي ولايت څخه راغلي يو استازي يو ليک ولوست او په هغه کې ليکل شوي چه محترمې او درنې مشرې خور وانګ ګوان مي ستاسو او د نيکمرغۍ پروګرام د کميتې په مرسته او زما او زما د خاوند ترکوششونو لاندې زمونږ په ژوند کې لوي بدلون رامنځته شوي دي ٠ په وروستيو کلونو کې کړ په وار سره کوچني رستوران ، د درملني نباتاتو د کرلو او دتبتي غاليو د اوبدلو چارې رامنځته کړي او له دي څخه مو زياتې ګټې تر لاسه کړي دي ٠ په دغه ليک کې ياده شوې ميرمن وانګ ګوان مي يعني د چين د دولت د پخواني فقيد رئيس ليو شاو چي ميرمن ده ٠ ميرمن وانګ ګوان مي د دغه پروګرام د مشرې په توګه بي وزلو ميندو ته د مرستې ورکوونکي پروګرام دخپل عمر د پاتي وختونو يو ستر کار بولي ٠ لس کاله د مخه کله چه د دغه پروګرام د پيل کيدو په لومړنيو وختونو کې د پيسو د کمبود له امله له ډيرو ستونزو سره مخامخ شوي وو، ميرمن وانګ کوان مي له خپلې مور څخه ميراث شوي شپږ قيمتي شيان خرڅ کړل او ور څخه تر لاسه شوې پنځه لکه يوانه يي په پوره توګه د نيکمرغۍ پروګرام ته بسپنه ورکړې ده ٠

په دغه پروګرام کې د شامليدو په وخت کې ميرمن وانګ ګوان مي څه د پاسه اويا کلنه وه٠ که څه هم عمر يي زيات او صحت يي هم دومره ښه نه و ، مګر هغې لا هم ډيرو بي وزلو کليو ته تللي وه ٠ د څه د پاسه لسو کلونو راهيسي هغې په وار سره د چين د شمال لويديځ سيمې د شان سي ولايت دا لي ولسوالي ، د شمالي خوا د حه بي ولايت د يي ولسوالي ، د جنوبي خوا د فو جيان ولايت د ان سي ولسوالي او د بيجينګ د اطرافو د من تو ګو بي وزلو سيمو او کليو ته تللي او له بي وزلو ميندو سره يي خبرې کولې او ور څخه يي د حال احوال پوښتنه هم کوله ٠ د ميرمن وانګ ګوان مي د روحيې تر اغيزې لاندې ډيرو کورنيو او بهرنيو سوداګرانو او نامتو شخصيتونو د دغه پروګرام له پاره زياتې پيسې برابرې کړي او په دې ترڅ کې مخ په زياتيدونکيو خلکو د دغه پروګرام له لارې د عمر په پاتې وخت کې د ميرمن وانګ ګوان مي د ژوند او د نيکمرغۍ د پروګرام په اړه زيات معلومات تر لاسه کړل او خپله پاملرنه يي بي وزلې ميندو ته اړولې ده ٠

په دي وروستيو وختونو کې د روغتيا يي ستونزو له امله ميرمن وانګ ګوان مي تل د نيکمرغۍ پروګرام په فعاليتونو کې برخه نه شي اخيستلي ٠ نو د دغه پروګرام د پلي کيدو د لسمې کاليزې د را رسيدو په وخت کې هغه له خپلي دندې څخه د استعفا کولو غوښتنه وړاندې کړې ده ٠ هغې خپلې لور ته وويل چه زما عمر زيات شوي او زيات کارونه نه شم کولي ، ته ځوانه يي او زيات کارونه تر سره کولي شي ٠ هغې هيله لري چه لور يي دغو خيريه چارو ته دوام ورکړي ٠

د معلوماتو له مخې تر ٢٠٠٥ کاله پوري د چين په نهه ويشتو ولايتونو . ښارونواو خپلواکو سيمو کې دبي وزلو وګړو سره د مرستې په هکله دري سوه نهه اتيا دغه شان پروګرامونه تر سره شوي ، عمومي پانګه يي دري سوه لس مليونه يوانو ته رسيدلي او شپږ سوه پنځه نوي زره بي وزلو کسانو له دي پروګرامونو څخه ګټې تر لاسه کړي ٠ دغه راز د شپږ لکو پنځوس زره بي وزلو ميندو په وړيا ډول د روغتيا معاينه يي کړې ٠