<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-23 17:48:16    
ديجتال تلويزيون به د خلکو د ژوند د ښکليتوب لامل شي

cri

د اروپا ، افريقې او منځنی ختيځ يو سل او يو هيوادونو پلان جوړ کړی چه تر دوه زره پنځلسم کال پورې د تلويزيوني علامو د خپرونې د اوسنی سيستم پر ځاي د ديجتال تکنولوژۍ وکاروي . چين هم دا شان پلان جوړ کړيدی . په حقيقت کې تر اوسه پوري په چين کې څلور مليونه کورنۍ د ديجتال تلويزيون په ليدو سره له غوره معلوماتي خدمتونو څخه ګټه اخلي ، د بيلګې په توګه دوي کولی شي په کور کې د خپل تلويزيون په وسيله د پروګرامونو د خپرولو غوښتنه وکړي ، شيان واخلي ، د ناروغۍ د درملنې لپاره خپل نوم ثبت کړي او يا سهامي معاملې ترسره کړي .

ديجتال تلويزيون دا مانا لری چه د تلويزيوني پروګرام د اخيستلو ، جوړولو او خپرولو په بهير کې ديجتال تکنولوژۍ وکارول شي . د اوسني خپرونکي سيستم په ځاي د ديجتال تکنولوژۍ په کارولو سره خپاره شوي پروګرامونه ډير صاف، د غږونو اغيزه يي ښکلې او د پروګرامونو ظرفيت يي لوی دی . برسيره پردې ديجتال تلويزيون د کمپيوتر برخه ايز رول هم لری .

اوه اويا کلن سپين ږيری وانګ چين پو چه د چين په ختيځ سيلاني ښار هانجو کې اوسيږي ، يو کال دمخه په کور کې د تلويزيون د ليدو له لارې ژوند تيراوه ، خو د ديجتال تلويزيون له کارولو وروسته يي ژوند بيخي ښکلی او رنګارنګ شوی . هغه وويل په ديجتال تلويزيون کې د هغو کتابونو نومونه اعلان شويدي چه په تيره اونۍ کې يي اخيستونکي ډير وو . که زما کوم کتاب خوښ وی ، د تلويزيون له لارې دغه کتاب اخيستی شم .

د وروستيو کلونو د پرمختګ سره سم په چين کې د تي وي پروګرامونو د جوړولو

او خپرولو په بهير کې ديجتال تکنولوژی اساسأ کارول شوې ، خو يوازي د خلکو تلويزيونونه ندي بدل شوي . د هانجو د ديجتال تلويزيون د ليميتيد شرکت د مشر مرستيال جن شياو لين وويل په تلويزيون کې يوازی يوه کوچني صندوقچه نصبيږي چه د تي وي علامو د اخيستلو په بهير کې ديجتال تکنولوژۍ کارول کيږي .

ښاغلي جن وويل د تي وي علامو د خپرونې د اوسني سيستم سره سم يوازي شلګونه پروګرامونه خپريږي ، خو د ديجتال تکنولوژۍ په کارولو سره به څو سوه پروګرامونه خپاره شي او کيفيت به يي هم ښه شي .

د ټاکلی پلان له مخې په ټول هيواد کې به تر دوه زره پنځلسم کال پورې د راډيويي او تلويزيوني خپرونو په چارو کې ديجتال تکنولوژۍ وکارول شي . د چين د راډيو ، تلويزيون او فلم د عمومي ادارې مسئول چارواکی وانګ لين وويل زمونږ پلان به تر دوه زره پنځلسم کال پورې په څلورو پراوونو د هيواد په ختيځ ، مرکزی او لويديځ کې تر سره شي .

تر اوسه پوري په چين کې څلور مليونه کورنۍ له ديجتال تلويزيونونو څخه د سياسي ، کلتوري ، ښوونيز او ترافيکي معلومات تر لاسه کوي . د هانجو د ديجتال تلويزيون د ليميتيد شرکت مشرې ميرمن تانګ يو وويل مونږ د ژوند د معلوماتو ، ښوونې ، ماليې ، ساعتيري او د اوسيدونکو سيمو په شمول خدمتونه برابروو او هره ورځ کتونکي اته لکه اويا زره ځله زمونږ ويب پاڼې ګوري .

ښاغلي چن هونګ او ميرمن يي په کارونو ډير بوخت دي او ددوي لپاره د اړتياوړ ورځنيو شيانو د اخيستلو لپاره ډير وخت مصرفيږي ، خو د ديجتال

تلويزيون له کارولو وروسته د کورنيو کارونو د ترسره کولو وخت کم شويدی . هغه

وويل مثلا که وريجی وغواړم ، په ديجتال تلويزيون کې د شميرې له ټاکلو وروسته به زما غوښتنه بشپړه شي . ميرمن څو می وويل سهار د هواپيژندنې معلومات او هغه تلويزيونې ډرامې ګورم چه خوښې مې دي . خو د ډيرې خوښۍ وړ خبره دا ده چه په ديجتال تلويزيون کې د خپل زوي د زده کړې او اخلاقو په هکله د ښوونکو ارزونې او په همدې ورځې د ښوونکو لخوا ټاکل شوي تمرينونه هم ليدل کيږي .

د چين په ښارونو کې رنګه تلويزيون مروج شوی او په کليو کې يي د ترويج انډول هم په سلو کې پنځه اويا ته رسيدلی دی . د چين د راډيو ، تلويزيون او فلم له عمومې ادارې څخه د رارسيدلي خبر سره سم اوس د ديجتال تلويزيون د ترويج کار د هيواد منځنيو او لويديځو سيمو او بي وزلو ځايونو ته د خپريدو په حال کې دی .