<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-23 20:17:20    
يوه ټينګ هوډ لرونکې ښځينه زده کوونکې

cri

د چين د شان دونګ ولايت د سپکو صنايعو په پوهنځي کې يوه ښځينه زده کوونکې چې خه لي جيوان نوميږي يوه ډېره کلک هوډ لرونکې نجلی ده ، هغه له يوې خوا په پوهنځي کې زده کړه کوي او له بلې خوا خپلې ناروغې مور ته پاملرنه کوي دا خو بس نه دی ، هغه پخپله هم يوه ناروغه ده ، د هغې د کلک هوډ له امله چې د ډېرو ستونزو په وړاندې خپل سر نه ټيټوي ډېرو زده کوونکو او استاذانو د هغې لوړه ستاينه کړې ده ٠

د نجلۍ خه لي جيوان کورني ډېره بيوزلې او غريبه ده ، پلار او مور يې يوازې د ميوو د پلورنې يوه هټۍ درلوده او د کورنۍ ټولو غړيو يې له هغو څخه په ترلاسه شويو لږو عائداتو سره ژوند کاوه ،

په ٢٠٠٣ کال کې چې نجلۍ خه لي جيوان شل کلنه وه ، د هغې پلار او مور د سختو ناروغيو له امله په روغتون کې بستري شوي وو ، څرنګه چې د خه لي جيوان پلار او مور په روغتون کې بستري شول نو ځکه يې د کورنۍ عائدات هم له لاسه ورکړي دي نو په دې حال کې دوي يوازي د هغو پيسو په لګولو سره چې د ژوندانه د اساسي اړتياوو د پوره کولولپاره د حکومت لخوا ورکول کيږي ژوندکوي ،د خپل پلار او مور د ناروغيو د درملنې لپاره نجلۍ خه لي جيوان له خپلوانانو څخه پورونه اخيستي وو ، د همدې کال په جولای کې هغه د شان دونګ ولايت د سپکو صنايعو په پوهنځي کې شامله شوه ، خو د زده کړو لګښت يې ډېر ګران و ، د سيمه ايزحکومت اړوندې څانګې د دې د کورنۍ د بيوزليتوب معلومات ترلاسه کړي نو د نجلۍ د کورنۍ سره يې مرسته کړې وه، په همدې کال کې د نجلۍ خه لي جيوان پلار د ناروغۍ له امله مړشواو د مور ناروغي يې د ميړه د مړينې د غم له امله نوره هم سخته شوې او عصاب يې هم څه نا څه ګډوډ شوی دی ، دا خه لي جيوان ته ډېر کلک او سخت ګزار و ، د خپلې ناروغې مورته د پاملرنې په موخه يې مور پوهنځي ته په نژدې ځای کې په ټيټه کرايه يوکور واخيست ، د ورځې د زده کړو د پاي ته رسيدو وروسته هغه بيرته کور ته ځي او مور ته يې ډوډۍ پخوي او پاملرنه ورته کوي ٠

د زده کړو د لګښت د پوره کولو او د خپلې مور د ناروغۍ د درملنې لپاره نجلۍ خه لي جيوان له يوې خوا زده کړه کوي او له بلې خوا هم ځيني وخت کارکوي ، د بيلګې په توګه هغې په پوهنځي کې د انګړ د پاکولو کار پيداکړی او هر سهاروختي د پوهنځي د انګړ د پاکولوکارکوي ، دغه راز د پوهنځي مشر د نجلۍ خه لي جيوان د کورنۍ د بيوزلۍله حالاتوڅخه خبر شو نو د دې د زده کړې لګښت يې هم نيم کړی دی ، نو په دې حال کې نجلۍ خه لي جيوان وکولای شول چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي ٠

خو بدمرغي په پرله پسي توګه پر نجلۍ خه لي جيوان باندې روانې وې ، د ٢٠٠٥ کال د اکتوبر په مياشت کې نجلۍ خه لي جيوان د خپل نس د درد له امله روغتون ته ولاړه او د طبي کتنې وروسته معلومه شوه چې په نس کې يې يو تومور موجود و ، هغه ډېره خپه شوه، ډاکتر ورته وويل د دغه تومور د جراحي عملياتو لپاره شپږ زره يوانو ته اړتياشته ، دا اندازه د خه لي جيوان لپاره يو ډېر لوي شمير و ، هغې بيخي توان نه درلود چې د خپلې ناروغي درملنه وکړي ، نو هغه د خپلې ناروغي په اړه معلومات هيچا ته نه وو ورکړي ، د يوې مودې وروسته د خه لي جيوان د ناروغي حالات نور هم سخت شو، کله چې د روغتون چارواکو د خه لي جيوان د کورنۍ د سختو حالاتو په باب معلومات ترلاسه کړل نو پريکړه يې وکړه چې د دې سره مرسته وکړي او سمدستي يې نجلۍ په روغتون کې بستره کړه او د دې له نس څخه يې تومور هم وايست، خه لي جيوان د مننې څخه په ډکو الفاظو سره وويل زه به په زده کړو کې زيار وباسم او د پوهنځي څخه د فارغيدو وروسته به په خپل ښه کارسره ټولو هغو کسانو ته ځواب ورکړم چې زما او زما د کورنۍ سره يې مرسته کړې وه ، زه به د تل لپاره هغوي په خپل ياد کې وساتم ،