<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-24 17:36:21    
د ګوی جو په ولايت کې د بانکسو ځنګلونه

cri

کله چې د باکنسو ځنګل ياديږي ، د هغه فلم منظره تر سترګو کيږي چې ناست پړانګ او پټ ښامار نوميږي او د ګونګ فو ډيرو ځوانو اتلانو چې سپين لباس يي اغوستی وې ، د بانکسو په يو لوي ځنګل کې يې تن په تن جګړه کوله . چين ته د سفر په دې کړی کې به له ما سره د چين په جنوب لويديځ د ګوی جو په ولايت کې د بانکسو په ځنګلونو کې د أرام ژوند احساس وکړئ !

د ګوی جو ولايت د پان شيان ولسوالی په غرنی سيمه کې د بانکسو ځنګلونه څه نا څه دوه زره هکتارو پراخوالی لری چې د بانکسو سمندر په نامه شهرت لری . په دغه ځای کې بانکس پر هغو غرونو باندی وده کوي چې د سمندر له سطحی څخه يو زر او اوه سوه متره جګ دی او تر اوسه پوری دري سوه کلن تاريخ لری . که سيلانيان د بانکسو په ځنګلونو کې چکر ووهي ، نو ډير أرام احساسات به ولري او په وږمه کې به يې د بانکسو خوشبويي هم ترسپږمو شي .

همدااوس مو د ويالې د اوبو شرهاری واوريد . د بانکسو ځنګلونو په منځ کې د څو ويالو اوبه د لمن له پاسنې برخې څخه کښته بهيږي او حتی د بانکسو د ودې غږ هم اوريدل کيږي . د دغو ويالو اوبه ډيرې ارزښتناکې دی چه وايي دغه اوبه د سرطان د مخنيوی او د ښکلا لپاره ګټورې دی .

د بانکسو په ځنګلونو کې د چکر په مهال کې ښايي چې ډول ډول مرخيړي لاس ته

راوړي او يو ډول مرخيړی ډير خوندور دی چه چتر يي شين او ډډ يې سپين دی .

دغه ډول ځانګړي مرخيړی چې يوازي د بانکسونو د ريښو په شاوخوا کې وده کوي ، د بڼې د ښکلا او د چاغوالي د مخنيوی لپاره د نورو مرخيړو په پرتله ښه دی .د پان شيان ولسوالی مرستيالې ميرمن شيو يو چيونګ دا معلومات ورکړل چې د ځانګړي جغرافيايي موقعيت او غوره طبيعي شرطونو له امله د بانکسو په ځنګلونو کې د شنو شويو مرخيړو کيفيت ډير ښه دی او که د ښوروا د پخلۍ په وخت کې دا ډول مرخيړي له خوړو سره يو ځای شي ، ښوروا به نوره هم خوندوره وي

. ميرمن شيو وويل زمونږ په ولسوالۍ کې موندل شوي دا ډول مرخيړي د کيفيت له نظره له نورو ځايونو څخه ښه دی ، څرنګه چې زمونږ سيمه ځمکه ، اوبه او هوا د دغه ډول مرخيړي له ودې سره برابر دي ، برسيره پر دې زمونږ په ولسوالۍ کي د بانکسونو ځنګلونه په لوړ ځای کې پراته دي او د اوبو سرچينې يې ډيرې زياتې دي ، نو شنه شوی مرخيړي مو هم ډير ښه دی .

د بانکسونو په ځنګلونو کې د کاغذ جوړولو زياتې کوچنۍ لرغوني کارګاوې پرتې دې چې لا تر اوسه پورې د خړو بانکسونو په اومو موادو او د دوديزې تکنولوژۍ له لاری زيږ کاغذونه جوړيږي او فقيدو کسانو ته د درناوی په مراسمو کې د استعمالولو لپاره د جنوب ختيځې أسيا پر ځينو هيوادونو پلورل کيدل. که څه هم اوس له بانکسونو څخه د جوړو شويو کاغذو شمېر ډير کم شوی ، خو دغه کارګاوې او تجهيزات لا هم ښه ساتل شوی دی . سپين ږيري دونګ هوا مينګ چې د زياتو کلونو لپاره يي د بانکسونو په وسيله د کاغذ په توليدولو لاس پوری کړی ، وويل سيلانيان زمونږ په ځای کې د سفر په وخت کې تر ټولو د کاغذجوړولو له تاريخ سره ډيره علاقه لری . هغه وويل د کاغذ جوړولو تاريخ د بانکسونو د موجوديت په شان

ډير لرغونی دی . هغه وويل زمونږ په ځای کې د بانکسو په وسيله د کاغذ جوړول څه دپاسه درې سوه کلن تاريخ لری . له اوولس کلنۍ څخه په دې مسلک لګيا وم ، اوس زه اويا کلن يم .

د بانکسونو په وسيله د دوديزې تکنولوژۍ له لاری جوړ شوی کاغذ ډير سپين او کلک دی او د بانکس خوږ بوي هم لری . له دغې کارګا څخه د ليدنې په بهير کې تاسی کولی شۍ د کارګر تر لارښوونی لاندي په خپلو لاسونو کاغذ جوړ کړۍ !يقين دی چې په هغه وخت کې به تاسی د کاغذ جوړولو په هکله د چين له لرغوني کلتور څخه خوند واخلۍ .