
په وروستيو کلونو کې د چين مطبوعاتی ډلو د قومې او ولسی ميراثونو د ساتلو لپاره يو لړ کتابونه چاپ کړي چې دغه هڅه د نړيوالو نشراتي ډلو له خوا هم ومنل شوه.لږه موده دمخه د څاو شيو چين د کاغذباد د هنر په نامه يو کتاب د دوه سوه شپږم کال په نړۍ کی د تر ټولو ښکلی کتاب په توګه وټاکل شو. په نننی پرواګرام کې به تاسو ته د دغه کتاب په اړه څه معلومات درکړم.
په نړۍ کې د المان د حکومت تر ملاتړ لاندی د تر ټولو ښکلی کتاب غوره کول د کتابونو په اړه يو نړيوال فعاليت دی. سږ کال د څاو شيو چين د کاغذباد د هنر په نامه د چين له خوا وړاندی شوی کتاب د څلوردېرشو هېوادونو له خوا د چاپ شويو شپږو سوو ډولونو کتابونوڅخه له نورو ديارلسو کتابونو سره يو ځای د نړۍ د تر ټولو د ښکليو کتابونو په توګه وټاکل شو. د دغه کتاب کتونکی ښاغلی هوانګ داو جينګ وويل
د نړۍ تر ټولو ښکلی کتابونه بايد نه يوازی ښکلی بڼه ولري بلکې، کلتوری او تاريخی ارزښتناک مطالب هم ولري. څاو شيو چين او د ده د کاغذباد هنر د چينی کلتور يو استازيتوب،يوه نښه او د کلتور يو دوام دی.
ښاغلی څاو شيو چين د چين په اتلسمه پېړۍ کې يو ستر اديب و د ده ناول نوم ئی په سړه مانۍ کې خوب دی د چين په څلورو لويو کلاسيکو اثارو کې شامل
شوی دی.په همدی وخت کې هغه يو انځورګر هم و چې د کاغذبادونو په جوړولو کې يې ښه کارونه تر سره کړوو.
د ياد شوی کتاب بڼه له اوسنيو کتابونو سره ډېر توپيرونه لري چې د چين لرغونی کتابونو ته ورته دی.د دغه کتاب د بڼی جوړونکی او د څينګها پوهنتون د هنری پوهنځی پروفيسر ښاغلی ځاو جيان وويل:
نورو زما څخه پوښتنه کړې چه ولی ددې کتاب د طرحې او صحافي لپاره تاسي نيم کال مصرف کړيدی ؟ زما په نظر د يوه ښکلي کتاب د طرحې لپاره بايد خپل پوره ځواکونه ترسره شي . نو ځکه دغه کتاب په هغو کاغذونو چاپ شويدي چه د کاغذباد د جوړولو لپاره کارول کيږي . نو وزن يي د کاغذباد په شان ډير سپک دی .
چين اوږد تاريخ لري خو د ياد شويو کاغذبادونو په شان ډېر قومی او ولسی هنر او کلتور ورک شوی دی.لږه موده دمخه د چين حکومت د چينی قومی او ولسی ميراثونو د ساتلو لپاره يوه پروژۍ پيل کړه چې عيرمادي کلتوری ميراثونه يې ټول ،تنظيم او چاپ کړي دي.
د هغو اځورونو مجموعه چې د چين د پسرلي جشن د نمانځنې لپاره د لرګيو په وسيله چاپ شوی. په ٢٠٠٥ کال کې د چين د مطبعو د شرکت له خوا خپره شوه او په خپلو ښکليو عکسونو او ښو مطالبو سره يې د امريکا د چاپېدو جايزه تر لاسه کړه. د چين د مطبعو د شرکت مشر ښاغلی لي يان وويل
د ولسی ميراثونو د تنظيم او چاپ په اړه کارونه زمونږ دندې دې او زمونږ موخه دا ده
چې داسی کتابونه د لوستونکو مخی ته وړاندی کړو چې د وخت په تېريدو سره زاړه نه شي.
ښاغلی ځاو جيان چې د کتابونو دطرحې او صحافې په ساحه کې يو نامتو کارپوه دی وويل، زمونږ د قومی او ولسی ميراثونو د ساتلو او د اړوندو کتابونو د ښه خرڅولو لپاره بايد ځينې نوی لارې ولټوو. خو په داسې نويو لارو کې بايد د کلتورونو ځانګړتياوی بدلی نه شي. نو زما په أند مونږ بايد د کلتوری ميراثونو د ساتلو لپاره هڅې وکړو.
ده زياته کړه چې کتابونه د قومی او ولسی ميراثونو د دوام لپاره ښه پلونه دي چې د څاو شيو چين د کاغذباد د هنر په نامه کتاب يوه ښه بېلګه ده.