<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-25 16:49:14    
دزمري اته ويشتمه ((دافغانانو د خپلواكۍ جشن)) :

cri

دافغانستان لرغوني تاريخ ددي واقعيت څرګندوي دي چې افغانان دخپلواکۍ سره ډيره زياته او بې كچې مينه لري اوتل يې د خپلې آزادۍ او خپلواكۍ لپاره بهرنيو يرغلګرو ته ماتې وركړې دي.. دأزادۍ لپاره پرله پسې جګړو افغانان ديته اړايستلي چې دتمدن او پرمختګ پر ځاي دخپلواکۍ لپاره ډير زيات څه و كړى .چې دافغان اولس دغه ځانګړتيااو خصوصيت په ټولنه كې ډير شهرت لري او ټولو ته دا د لمر په شان څرګنده ده.چې كه دغه ولس ډير بې وزلى دى، خو تر څنګ يې په بيساري توګه په آزادۍ مين هم دى.

د تاريخ په اوږدو كې بيلابيلو هيوادونو او پادشاهانو پر افغانستان باندې تيري كړيدي،چې له هغې ډلې څخه يو هم پر دې خاوره باندې د انګريزانو څو ځلې بريدونه او د هغو په پايله كې د افغانانو بريا يادولى شو چې د ۱۲۹۸لمريز كال د زمري يا اسد په اته ويشتمه يې تر لاسه كړه ،

د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخستلو په مهال د شاه امان الله څخه ډيره يادونه كيږي چې د نورو افغان سردارانو په ملاتړ يې غليم له خپلې خاورې څخه ايستلو ته اړ كړ، د امان الله خان تر واکمنۍ وړاندې د هغه پلار امير حبيب الله خان د هيواد چاري پر مخ بيولې . او په هيواد کي د امير عبدالرحمن خان په وسيله ټينګ شوى امنيت او په ډيره ورو توګه د ودې او پر مختيا پلانونه يو په بل پسې عملي کيدل . په هيواد کي د يو شمير ښونځيو جوړيدل ، د ځينو اخبارونو او خپرونو خپريدل او په ځينو نورو برخو كې ګڼ كارونه د يادولو وړ دي، . په دې ډول افغانستان تريوزر نه سوه نولسم ميلادي کال وړاندي د کورني امنيت تر څنګ په ډير ورو ورو او ځنډنۍ توګه د ودې لاره وهله . همدي ځنډني پر مختګ د يو شمير روڼ اندو افغانانو د يو ځای کيدو او د چټکي ودي د غوښتلو په لور د روانيدو له بهير سره مرسته وکړه . . له دغې نيټې څخه وړاندي په څو کلونو کې افغانستان د نوښت لومړنې ګامونه واخستل چي د دې نوښت ابتکار هم د پاچا او دهغه د چاپير يال په محدوده کي وو ، چي په ورو ورو خوځښت يې د لوړتيا لاره وهله . خو کله چي يو شمير روڼ اندو افغانانو له خوا د نوښتونود ګړنديتوب غوښتنه وشوه ، د دربار او دهغه د چاپير يال دريځ ډير سخت او د مقابلي لاره يې خپله کړه چي له بده مرغه يو شمير هيواد وال يې د مرګ كومي ته هم ور سول .

په ځينو ليكنو كې راغلي دي چې د هيواد د خپلواكۍ د ترلاسه كولو څخه وروسته د نورې نړۍ سره د اړيكو ټينګول هم په يوه نوي پړاو كې وه . د نړۍځواكمن هيوادونه هغه مهال د نړيوالې لومړۍ جګړي د ګټلو او بايللو په ارزونه بوخت وو ، چې په هغې كې هم ځينو هيوادونو ماتې خوړلې او ځينو نورو بيا د نړۍ كمزوري او وروسته پاتې هيوادونه تر خپلې ولكې لاندې بلل، چي له هغي جملې څخه يو هم انګلستان يا لويه بريتانيا وه ،دا هغه هيواد وه چې د نړۍ دزياتو سيمو سربيره يې د هند لويه وچه هم تر خپلې ولكې لاندې راوستې وه . بريتانيا دوه ځلې وړاندې هم د افغانستان د لاندي کولو په نيت خپل پوځونه په بيلابيلو نومونو پر دغه خاوره ور خيژولې وه ، خو په دې غرني هيواد کي يې د ميشتو افغانانو د پر له پسې پاڅونونو توان نه درلود ، ځکه يې هر ځل پوره ماتي خوړلې او تل يې په سر ټيټۍ له دي خاوري څخه خپلې پښې سپکې کړې وې . خو ورستې ځل تيښته يې د انګليسي شومو تدبيرونو سره يوځای وه او هغه داچي د افغانستان کورنۍ واک يې د افغانانو حق وګاڼه ، خو د بهرنيو اړيکو صلاحيت يې د هغه وخت د افغانې واکمنانو په خوښه (په زور او جبر) د انګليس ملکې ته ورکړ . همدا د بهرنيو اړيکو څخه ليرې والي لامل وو چي د انګليسانو او افغانانو تر منځ يې د دريمي جګړي لپاره ډګر پرانيست .

تاريخ پوهان وايي چې د افغانستان په سهيل کي انګليسي ځواکونه چي د زياتې لاندې شوې نړۍ استازي بلل کيدل له يوي خوا ، او له بلي خوا په شمال کي د آمو تر څنډو رسيدلي روسي ځواکونو د قدرت داسې انډول ته زمينه برابره کړي وه چي په سياسي نړيوال حالت کي يې د منلو وړ شرايط درلودل . د همدي شرايطو پر بنسټ روسي او انګليسي زوره ورو دا منلې وه چي افغانستان د حايلي سيمي په توګه خپلواک پريښودل شي. خو انګليسي پاليسي جوړونکو د افغانستان د خپلواکۍ د منلو تر څنګ د هيواد واکمنان تر بيلا بيلو فشارونو لاندي په دي راضي ساتلي وه چي په بهر کې د نړيوالو مسآلو په اړه د انګليسي واکمنو سره مشوره يې حتمي بلله .

له يوې خوا پر دولتي چارواكو د انګريزانو فشارونو او له بلې خوا د افغانانو د خپلواكۍ غوښتنې څپو ديته زمينه برابره كړه چې له بهرنيو يرغلكرو سره دريمه او وروستۍ جګړه رامنځه شي ،پدې جګړه كې هم تورياليو افغانانو كه څه هم ددښمن په شان دوخت په بشپړو وسلو سمبال نه وو خو د تورې او ټوپك او چا هم د چړو او تبرګيو په وسيلې پر غليم خپلو بريدونو ته دوام وركړ.تر دې چې د ۱۲۹۸ كال د زمري يا اسد په اته ويشتمه يې دغه د عصر په وسلو سمبال پوځ ته بشپړه ماتې وركړه او د خپلې خپلواكۍ او آزادۍ اعلان يې وكړ،