<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-26 18:37:26    
د چينهای او تبت ترمنځ د اورګاډۍ لارې د جوړولو له امله زما ژوند بدل شوی دی

cri

کله چې خبريال د تبتی مالدار ژن دو کور ته ننوت ، نو ويی وليدل چې د لس زره يوانو په ارزښت رنګه تيلويزيون او د هوا سړولو يو نوی ماشين په ميز باندی کيښودل شوې .هغه وويل چې د چينهای او تبت ترمنځ د اورګاډۍ لارې د جوړولو له امله زما ژوند بدل شوی او ژوند می شتمن شوی دی .

٣٧ کلن ښاغلی ژن دو ، ميرمن داجو ، ١٥ کلن زوی او ٥٧ کلنه مور يی په ګډه سره د تبت د پلازمينه لاسا ښار د شمال په ١٧٠ کيلومترۍ د دانګ شيونګ ولسوالۍ د دانګ چو په کلی کې اوسيږي .د چينهای او تبن ترمنځ د اورګاډۍ لارې له همدی سيمی څخه تيريږي او د اورګاډۍ نوی ستيشن په دی سيمه ايزه سيمه کې نوی منظره رامنځته کړې ده .

ښاغلی ژن دو په خپل کلی کی د يو لک لس زره يوانه په ارزښت د يو باروړنکی موټر په وسيله د مالونو د ليږلو له لاری شتمنۍ تر لاسه کړي او په دی کلی کې يی يو ډيرشتمن کور ګرځيدلی دی .هغه وويل چی د اورګاډۍ د دغې لارې له جوړولو مخکی يی د نورو مالدارانو په شان دوديز ژوند کاوه او کلنی عايدات يی يوازی شپږ سوه يوانه و ،خو د دغې لارې د جوړولو لپاره يې د ساختمانی توکيو د ور ليږدلو راهيسی د ده په ژوندکی ستر بدلونونه رامنځته شوي دي .هغه زياته کړه چې د ٢٠٠١ کال له پيل څخه د چين د اورګاډۍ لارې د اداری له پنځه لسم رياست سره همکاری پيل کړه او د دغې لارې د دانګ شيونګ برخې لپاره مې اړين ساختمانی توکی ليږدول او په تير کال کې د دغې لارې د جوړولو تر پای ته رسيدو پوری زما کلنی عايدات نژدی ديرش زره يوانه و.

په وروستيو کلونو کې زمونږ د کلی زيات شمير مالدارانو له ما سره يو ځای د دغې لارې د ساختمانی توکيو د ليږلو په بهير کې ګډون وکړ او لازياتی شتمنۍ يی تر لاسه کړي دي چې له امله يی په جلا جلاتوګه نوی کورونه جوړ کړی او عصری برقی سامان ألات يی هم اخيستی دی .

د دغې ولسوالی د ګوندی کميټې د تبليغاتی چارو مشر يوان دان چی ژن خبريال ته وويل له دی امله چې د چينهای او تبت ترمنځ د اورګاډۍ لاره زمونږ د ولسوالی له ټولو شپږو علاقه داريو او ښارګوټيو څخه تيريږي نو سيمه ايزو وګړو د ساختمانی توکيو د ليږلو له لاری يا د دغې لارې په جوړولو کې د ګډون له لاری د خپل ژوند اقتصادی حالت بدل کړی دی .له مالداری چارو څخه خدمتی چارو ته د اړولو په برخه کې د مرستو لپاره زمونږ د ولسوالی حکومت د اورګاډۍ لارې له اړوندو څانګو سره همکای کړی چې کليوالو وګړو ته يی بيلا بيلی أسانتياوی برابر کړې.

د راتلونکيو هيلو د يادونی په ترڅ کې ښاغلی ژن دو وويل چی د چينهای او تبت ترمنځ د اورګاډۍ لارې له کارولو وروسته د بيلا بيلو مالونو د ليږدلو لګښت ټيټ شوی چې په دی سره مونږ ته سوداګريز فرصتونه برابر شوی دي .هغه غواړي چې خپل باروړنکی موټريی وپلوری او ورپسی يی په سيمه کې د غوا او پسونو د پوستکيو په شمول ځانګړی توليدات واخلي او بيا به دغه توليدات د اورګاډي له لاری د هېواد په نورو ځايونو کې وپلوري.

ژن دو دا هم وويل چی سږ کال به له کورنيو غړو سره يو ځای د اورګاډۍ په وسيله د هېواد نورو ځايونو ته سفر وکړي او د بيلا بيلو ځايونو له بازارونو څخه به ليدنه وکړي

چې د خپلې راتلونکی سوداګرۍ لپاره ښه زامينه برابره کړي .هغه وويل چې د ده لومړنی لوی هيله له پلازمينه بيجينګ څخه ليدنه کول دی . اوس د دغې لارې له جوړيدلو وروسته د ده د دغه هيله ژر تر سره کيدونکې ده .