<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-27 17:20:32    
د جنګ شو لن په غږ ويل شوی بهرنۍ سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې جنګ شو لن له خوا ويل شوی يو لړ بهرنۍ سندری وړاندی کړو٠ لومړۍ به مونږ په ګډه د هغې په أواز د بنګله دېش يوه سندره واورو چی نوم يی دی کوچنی طلايی کلی ٠

( سندره ١ )

په دغه سندره کی د خپلې کورنۍ ستاينه کيږی٠ جنګ شو لن په بېجينګ کی زيږيدلی او په ٣ کلنۍ کی له خپل پلار او مور سره تيان جين ته ولاړه٠ هغې د منځني ښوونځي له فراغت وروسته د موسيقی په زده کړې پيل وکړ ، ځکه چی هغه خوږ غږ لری او د سندرو ويلو په وخت کی يی څرګندونه ډېره فعاله ده ، نو هغه ژر تر ژره په تيان جين کی مشهوره شوه٠ جنګ شو لن په ١٩٧٧ کال کی د چين د ختيځ د سندرو ويلو او نڅا کولو په ډلی کی ګډون وکړ او يوه سندرغاړې وبلل شوه٠ هغې د چين د موسيقی له مشهورې پروفيسرې ګو شو جن څخه د سندرو په ويلو کی له يو لړ مسلکی روزنو څخه کار واخيست ٠

( سندره ٢ )

ګرانو اوريدونکو، دا سندره چی تاسی اوری، د جنګ شو لن له خوا ويل شوی يوه تايلندی خوندوره سندره ده او نوم يی دی سپوږمۍ ٠ دغه سندره له سپوږمۍ سره د خلکو مينه څرګندوی٠ په ١٩٧٨ کال کی جنګ شو لن د سيمه ايزې ولسی موسيقی د زده کړی لپاره د تايلند، سينګاپور او ماليزيا په ګډون جنوب ختيځو هېوادونو ته

سفرونه وکړل٠ د پروګرام په پای کی به مونږ د ماليزيا يوه سندره واورو چی نوم يی دی د ياسمين ګل٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته رسيږی ! روغ او خوشحاله اوسئ!