<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-27 17:23:29    
نوی ډول موټر

cri

د موټر د اختراع د سلو کالو راهيسی اوس په نړۍ کی اوه سوه پنځوس مليونه موټرونه شته او هره ورځ ډېر زيات تيل او پترول مصرفوي او چاپيريال هم ککړوی٠ که په راتلونکی وخت کی موټرونه د سون د موادو په واسطه حرکت ونه کړی، ښايي چی دا به بالکل يوه صنعتی افسانه او علمی خيال وی، خو دغه افسانه يا علمی خيال د علمی کيدو په حال کی ده ځکه د ځينو معلوماتو له مخی ښايی په ٢٠١٠ کال کی د نوی ډول موټر د استعماليدو عصر پرانستل شی٠

ټولو ته معلومه ده چی د موټر د حرکت په وخت کی د تيلو، پطرول او طبيعی ګاز د سوځيدو په واسطه او او اکسيد کاربن او نور يی فايده ګاز او بخار خپروی او چاپيريال او انسان ته ضررونه رسوی٠ که غواړی چی له دغو ضررونو څخه په امن کی پاتی شی ، نو بايد د سون هغه مواد استعمال کړی چی چاپيريال ته ککړتيا نه رسوی او په تکرار ډول جوړيداي شی٠ د امريکا د جنرال موتريز شرکت او د جاپان د تويوتا شرکت د نوی ډول موټر د ډيزاين او طرحی لپاره په دی هڅه او رقابت کی دی چی داسی موټرونه توليد کړی تر څو د نوی انرژي په واسطه حرکت وکړای شی او چاپيريال ته هيڅ ککړتيا ونه رسوی٠ اوس د امريکا شرکت د اتو مليونو امريکايی ډالرو په مصرف د hy-wire په نامه يو داسی نوی ډول موټر جوړ کړيدي چی د سون مواد يی هايدروجن دی٠ د دی شرکت سرانجنير وويل چی مونږ د موټر جوړولو نوی عصر ته د داخليدو په حال کی يو او د نفتو د انرژۍ په ځای د هايدروجن استعمالول به په راتلونکی وخت کی د انسانانو ستر برياليتوب وی٠ د دی نوی موټر د ډيزاين او جوړولو لپاره په ټوله نړۍ کی د امريکا نوموړی شرکت ټولی قواوې په کار اچولی دی، مثﻵ بطری يی په جرمنی کی د دی شرکت د يوی طرح کوونکی څانګی له خوا جوړه شوی ، د موټر بدنه يی د ايتاليی د يوه طرح کوونکی دفتر سره د همکارۍ له لاری جوړه شوی او په موټر کی د کنترول سيستم د سويدن د يوه شرکت له خوا طرح شويدي چی دغه تخنيک يوازی په الوتکه کی استعماليږی٠ د نوی ډول موټر چلونکی يوازی په ګوتو بريک نيسی٠ د معمولی موټر په نسبت په نوی ډول موټر کی زياتی بطری نصب شويدي چی د مايع هايدروجن په واسطه جوړيږي، په ساعت کی د موټر سرعت يو سلو شپيتو کيلومترو ته رسيږی او په مسلسل ډول پنځه سوه کيلومتره واټن حرکت کولي شي٠ د کارپوهانو په نظر انسان د انرژۍ نه پرته ترقی نشی موندلی ، که د نفتو په ځای د هايدروجن د استعمالولو په برخه کی مشکله مسئله حل شی، په روانه پيړۍ کی به د انسانانو د ترقی نوی عصر رامنځته شی٠ د اټکل له مخی، په ٢٠١٠ کال کی به دغه نوی ډول موټر بازار ته داخل شی او تر ٢٠٢٠ کاله پوری به نوموړی موټر د نړۍ په ګوټ ګوټ کی سړکونو تګ را تګ وکړی ٠