<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-28 15:12:00    
د چين د کارتونونو چارې ګام په ګام نوی پړاو ته رسيدلې دی

cri

څه موده دمخه د چين حکومت هغه موخه بيان کړې چې د کارتونونو د چارو د پرمختګ لپاره کوشش وکړي او له پنځو يا لسو کلونو وروسته به د دغو چارو توليدی ارزښت د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت په سلو کې ١ برخه ونيسی .له دغې موخې سره سم به په هغه وخت کې د چين د کارتونونو چارو توليدی ارزښت به دوه يا دری سوه مليارډه يوانو ته ورسيږي .د کارپوهانو په نظر د دغې موخې له امله به د چين دغه چارې به نوی پړاو ته ورسيږي .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به تاسو ته د چين د کارتونونو د چارو د پرمختګ په باب معلومات وړاندی کړو .

په وروستيو کلونو کې د چين اړوندو څانګو د دغو چارو د پرمختګ د پرمخبيولو لپاره يو لړ تګلارې او تدبيرونه نيولی دي .د يوې شميرنې له مخې په تير کال کې د چين د کارتونونو شمير د پخوانيو لسو کلونو له عمومی شمير سره برابر و او د روان کال په لومړی نيمايی کې دغه شمير د تير کال د همدی مودی په پرتله په سلو کې ٧٠ زيات شوی دی . دغه راز د کارتونونو د اړوندو توليداتو په اړه توليدی او سوداګريزه پيمانه هم پراخه شوی ده .نو د دغو چارو توليدی ارزښت به په څرګنده توګه زياته شی .

د لان ماو په نامه کارتون په چين کې مشهور دی چې اوه کاله دمخه لومړی ځل په تيلويزيونې پروګرام کې د ښودلو وروسته يې د چين د ماشومانو له خوا هر کلی وشو .د دغه کارتون جوړونکی شرکت يعنی د سن چن په نامه د کارتونونو د شرکت عومی مدير نی جين شينګ د دغه کارتون د حالت د يادولو په ترڅ کې وويل

(اواز............)تر اوسه پوری د دغه کارتون شپږ لړۍ ونه او دوه زره برخې جوړې شوې او د ٢٠٠١ کال له پيل څخه هره ورځ د هېواد په اوو سوو تلويزيونی سيتيشنونو کې خپريږي او کتوونکی يی اتو سوو مليارډو ته رسيږي .په تلويزيونی ستيشنونو کې پر خپرولو سره بيره په انټرنټ کې د دغه کارتون لپاره ويب پاڼه هم جوړه شوې . اوس هره ورځ څلور لکه پنځوس زره کسان دغه ويب پاڼه ګوري .

د دغه کارتون د برياليتوب علت دا دی چې د چين حکومت د دغو چارو د پرمختګ ملاتړ کوي .د يوې شميرنې له مخې اوس د چين د شلو ولايتونو او ښارونو حکومتونو د کارتونونو د پرمختګ ملاتړ کوي . د بيجينګ حکومت د کارتونونود څو اډې په جوړولو لاس پوری کړی چې د بيجينګ په لويديځ د سی جينګ شان سيمه له همدغو اډو څخه ده .د دغې سيمې د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې مسئول پنګ چون هوی خبريال ته وويل (اواز...........)اوس زمونږ په اډه کې د کارتونونو ،کتابونو او نورو اړوندو توليداتو د جوړولو په شمول ديرش تصدۍ شته او لازياتې همدغه شان تصدۍ زمونږ اډې ته راجلب شوی دي .ښاغلی پنګ خبريال ته وويل هغه باور لري چې په نژدی راتلونکی کې به دغه سيمه په چين کې د کارتونونو د جوړولو په هکله د تصديو د يو مهم مرکز وګرځي .

د بيجينګ د سوی فنګ د کارتونونو د جوړولو شرکت پلان لري چې خپله تصدۍ دغې سيمې ته وروليږدوي .د دغه شرکت جوړونکی جيا لی چانګ وويل (اواز..........) زما په نظر که دغې سيمې ته ولاړ شو. نو دا به زمونږ د شرکت د پرمختګ لپاره ښه زامينه برابره کړي ځکه چې دغه سيمه د کارتونونو د جوړولو يوه اډه شته او حکومت په دغه سيمه کې امتيازی تګلاره پلی کوي .نو له نورو شرکتونو

سره د همکارۍ په برخه کې زمونږ د شرکت فرصتونه به لازيات شی .دا چې اوس مهال د چين د کارتونونو چارې په لومړنی پړاو کې دی .نو چين د کارتونونو د محتوياتو د ليکلو ،د استعداد لرونکيو کسانو د روزنې او د دغو چارو د چاپيريال د بشپړولو په برخو کې د چين او د پرمختلليو هېوادونو ترمنځ زيات توپيرونه لاهم موجودي دي .نو د چين حکومت به په ځانګړی توګه په راتلونکيو څو کلونو کې د دغو چارو د پرمختګ لپاره پانګې واچوي چې له امله يې د دغو چارو بيلا بيلې برخې بشپړې او لازياتې لويی تصدۍ او مشهور مارک لرونکی کارتونونه جوړ شی .

د بيجينګ د فلمونو پوهنتون د کارتونونو د جوړولو د انستيتيوت مشر سون لی جون دا نظر لري چې د نوموړو موخو د تر لاسه کولو لپاره بايد غوره کسان وروزل او لازياتې پانګونکی پکی وشی څو صنعتی چاپيريال بشپړ شی .