<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-28 15:56:25    
د کاليو وتلی طراحه سون سيو چن

cri

لږه موده مخکښی د چين د شينجيانګ په وروموچی کی د وريښمو د لارې په نامه د کاليو نړيوال فيستوال جوړ شو او د شينجيانګ د کاليو لوړ پوړی طراحه سون سيو چن په دغه فيستوال کښی يوازنی داسی چينی طراحه وګڼل شوه چې د خپلو طرح شويوکاليو ځانګړی ننداره يې جوړه کړه٠ د دې دغې نندارې د زياتو چينائيانو او نړيوالو پام راجلب کړی و

کله چې سرو څراغونو ورو ورو نرمه رڼا کوله ، څلور تنه مودلې چې ښکلی جامې يې اغوستی وی د نندارچيانو مخې ته راغلې٠ د رڼا رنګونه د کاليو د رنګونو له بدلون سره سم بدليدل او موزيکونو هم د کاليو د بېلا بېلو شکلونو له مخی ډول ډول غږونه خپرول٠

ديارلسو لړيو اوڅه دپاسه سلو جوړو کاليو په پوره توګه د شيجيانګ د قومی جامو کلتور څرګند کړ او نندارچيانو د هرې لړې جامو ښودنې ته تودې چکچکې کولې، په تيره بيا د ملی لږکيو نندارچيانو په پرله پسی توګه ٌ افرين ٌ ووايه٠ د شيوه قوم کتونکې ميرمن ګوان ليو جن خبريال ته وويل : ٌ سون سيو چن د کاليو د طرحې په برخه کښی د خپلې سيمې کلتور او په تيره بيا د شينجيانګ ځانګړيتوب ته ستر ارزښت ورکوی او په ښه شان سره يې د شينجيانګ سيمه ايز ځانګړيتوبونه له نړيوال فيشن سره يو ځای کړيدی٠ ٌ

د شينجيانګ سيمه ايزو لمنو چې د سون سيو چن لخوا طرح شوی، د دغې سيمې د بېلا بېلو قومونو د نجونو ښکلا څرګنده کړې او په تيره بيا د واده جامو د ځايی نجونو زړونه ورپول ٠ د نندارې له پای ته رسيدو نه وروسته يو شمير نندارچيانو له سون سيو چن څخه د واده د کاليو فرمايشونه ورکړل٠ څرنګه چې د سون سيو چن طرحه د نندارچيانو لخوا منل شوی ، نو هغه ډير خوشحاله شوه او خبريال ته يې وويل : ٌ زه د کاليو د طرحو په لاره کښی خپل ځان د يوې سترې بريالۍ په توګه نه بولم ، خو يوه زحمت کښه يمه او د کاليو د ديزائين د چارو د پرمخبيولو په هکله قوی هيله تل زما په زړه کښی ځای لری٠ زه به په خپله دغې ټاکل شوې لاره کښی خپلو کوښښونو ته دوام ورکړم٠ ٌ

سون سيو چن په ١٩٧٩ کال کښی د شينجيانګ د پوځی سيمې په هنری ډله کښی شامله شوه او د جامو په ادارې کښی په کار بوخته وه٠ هغې د کاليو په هکله د معلوماتو په زده کړو پيل وکړ او د لسو کلونو په موده کښی يې پخپله د کاليو د طرحې او هنری صنعت زده کړې وکړې٠ په هغه وخت کښی که څه هم هغه ډيره بوخته وه، خو بيا يې هم د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره نه ستومانه کيدونکی هڅې کولې٠ حتی کله نا کله يې د يوې لنډې نڅا د کاليو د ډيزائين لپاره څو مياشتې فکر کاوه او په نورو ځايونو کښی يې د ولسی دودونو او واقعی ژوندون څخه کتنې کولې٠ هغې وويل : ٌ په ولسونو کښی د واقعی ژوند د کتنې په ترڅ کښی د کلی اهميت لرونکی مسئله دا ده چې د روحيې له پلوه ژوند وپيژنی او د ژوند په پوره بهير کښی ګډون وکړی ، نه دا چې يوازی د ولسی لباسونو شکلونه راغونډ کړی٠ ألبته، ولسی جامې د ليدو وړ دی، خو مهمه خبره دا ده چې له ولسونو سره د ګډ ژوند په بهير کښی له دوی سره ديالوګ وشی، د دوی په ټولو فعاليتونو کښی ګډون وکړی٠ که داسی وی ، مونږ د دوی د روحې بيلا بيلې بڼې لټولای ، ليدل شوی ظاهری حالت په ډولو ډولو رنګونو او د خپل زړه او روحې په احساساتو بدلولای شو ترڅو د کاليو په طرح کښی استعمال شی ٠ ٌ

په ١٩٨٩ کال کښی د چين د ټولو پوځونو په هنری ننداره کښی سون سيو چن د دوو نڅاوو لپاره د کاليو د ډيزائين دنده په غاړه واخيسته او په نتيجه کښی يې د کاليو د طرحې له ديارلسو جايزو څخه دوه ترلاسه کړل ٠

وروسته له هغه سون سيو چن په دريو کلونو کښی د کاليو د ډيزائين په هکله اته ځله جايزې ترلاسه کړي دي٠ تر اوسه پوری يې د سلو لوړ پوړو هنری نندارو لپاره کالی طرح کړی او د چين لس ملی جايزې يې هم ګټلې٠

سون سيو چن د شينجيانګ د يوې اوسيدونکی په توګه ډير وياړمنه ده٠ هغې وويل:د شينجيانګ ښکلی خاوره او د شينجيانګ د خلکو ژوند زما د اختراعاتو سرچينې دې ٠ خو د وريښمو د لارې په نامه د کاليو په و تيرو مسلسلو څو نړيوالو فيستوالونو کښی د شينجيانګ ځانګړی طراح و نه ليدل شو، نو د سون سيو چن زړه نه کيده او پرېکړه يې وکړه چې د کاليو په فيستوال کښی د خپلو طرح شويو کاليو ځانګړی ننداره ترسره کړی٠ هغې وويل : ٌ د کاليو د نړيوال فيستوال د جوړولو يو مقصد د سيلانی چارو پرمخبيول دی او په عين وخت کښی د شينجيانګ د کاليو د کلتور د ښودنې او تبليغ ښه فرصت هم ګڼل کيږی٠ نو زه بايد په دغه فيستوال د خپلو طرح شويو کاليو ځانګړی ننداره ترسره کړم٠ زما په أند د کاليو د يوې طراحې لپاره کاميابی او ناکامی مهمه خبره نده ، خو د ځانګړی نندارې جوړول زما مسئوليت او هيله هم ده٠ زه غواړم چې د خپل ډيزائين په وسيله زيات خلک وهڅوم چې د شينجيانګ کلتور او قومی لباسونو ته پام وکړم ترڅو دغه قومی لباسونه په نړۍ کښی شهرت پيدا کړی٠ ٌ