<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-29 18:37:29    
په مکسيکو سيتی کې د اولمپيک د نولسمی دوری سپورتي لوبې

cri

د اولمپيک د نولسمی دوری سپورتي لوبې د ١٩٦٨ کال د اکتوبر له دوولسمې نېټې نه تر اوه ويشتمې نېټې پوری په مکسيکو سيتی کې تر سره شوی او د يو سل او دوولس هېوادونو او سيمو څخه پنځه زره پنځه سوه او شپاړلس تنو ورزشکارانو پکی ګډون کړی وو . په دغو لوبو کې د سياليو د يو سل او دوه اويا وو ډولونو په شمول شل لويی لوبې هم و ټاکل شوې چې پکې يو شمير لوبې بدلې شوی دی . د بيلګی په ډول د لامبو وهلو د سياليو شمير له اتلس څخه نهه ويشت ته زيات شو .

د لوړو سيمو اغيزه

د مکسيکو سيتې د مکسيکو جمهوريت پلازمينه ده . په دغه ښار کې د لرغونی ديوالی تصوېرونه شته چې د ديوالي تصوېرونو ښار نومېږی . له دې امله چې د مکسيکو ښار د سمندر له سطحی څخه د څلور زره دوه سوه ميترو په لوړه کې پروت دی ، نو د بېلا بېلو هېوادونو ورزشکارانو د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره په لوړو سيمو کې زيات تمرپنونه وکړل . اروپايی ورزشکارانو د سوئيس د سموريتس په غرني سپورتي ډګر کې روزنې ، امريکايی ورزشکارانو د کاليفورنيا په جنوبی غرونو کې او په هغه وخت کې پخوانی شوروی اتحاد هم دننه په هيواد کې د ځغاستی لوبې په لوړه سيمه کې تر سره کړې چې په پايله کې يو شمير ډېر ښه نړيوال ريکاردونه ټينګ شول .

تحريکوونکې درمل او جنسيت څيړنې

په دغو سپورتي لوبو کې د تحريکوونکو درملو او جنسيت په اړه څيړنې د

لومړنی ځل لپاره تر سره شوې. د جنسيت په تحقيقاتو کې ټولو ښځينه ورزشکارانو په لوبو کې د ګډون کولو حق تر لاسه کړل . خو د تحريکوونکو درملو په تحقيقاتو کې دوې پيښې وشوې چې د بلغارستان يو ورزشکار د تحريکوونکيو درملو د خوړلو له امله د ګډون له حق څخه مخروم شو او د سوئدن د پنځه ډوله مسابقې د يو ورزشکار په وينې کې د الکول مختوی زيات شو او تر لاسه شوی مسی ميدال يی لغوه اعلان شو .

د خپلواکۍ له تر لاسه کولو وروسته مکسيکو په اقتصادی ساحه کې ژر پرمختګ وموند . د مکسيکو حکومت په ښه ډول د دغو لوبو د تر سره کولو لپاره لا زياتې پانګې لګولی وې . له دې امله چې د حکومت دغو عملياتو په بی وزلو عامو خلکو باندی لا زيات فشار اچولی وو ، نو د ١٩٦٨ کال د اکتوبر په دوهمه نېټه څه دپاسه لس زره تنو د مکسيکو سيتی په کلتوری ډګر کې د دغو سپورتي لوبو د تر سره کولو پر ضد مظاهره وکړه او له پوليسو او ځواکونو سره يې شخړی وکړې چې له امله يی سلګونه عام خلک ووژل شول . دغه پيښه د اولمپيک د سپورتي لوبو په تاريخ کې د عامو خلکو د وژنی لومړنۍ پيښه وه .

حينيس __ لومړنی کس و چې په لسو ثانيو کې يی د سلو مترو په واټن د ځغاستی لوبه تر سره کړه .

د دغو سپورتي لوبو د سلو متروپه واټن د ځغاستي په لوبې کې د ورزشکارنو ترمنځ سيالۍ ډېرې تيزې وې . د امريکايی ورزشکار حينيس په وروستيو لسو مترو کې حريفانو ته ماتی ورکړه او برياليتوب يی تر سره کړ چې په

نهه اعشاريه نهو ثانيو کې يی ريکارد ټينګ کړ او طلايی ميډال يی وګاټه . بالاخره حينيس ته د وتلی کس لقب ورکړل شو او لومړنی کس وو چې په لسو ثانيو کې يی د سلو مترو په واټن د ځغاستی لوبه تر سره کړه.