<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-29 18:39:03    
د سا لا قوم ښځينه سندره غاړې سو پينګ

cri

ګرانو اوريدونکو ، دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چه د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی . د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د مشهورې ولسي سندر غاړې سو پينګ په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم . ( اواز)

ګرانو دوستانو ، دغه سندره چې تاسی واوريده ، د چين د سا لا قوم د مشهورې ښځينه سندره غاړې سو پينګ له خوا ويل شوې . د چين په لويديځی سيمې کې د ولسي سندرو ويلو يو رواج شتهچې ٌ هوا عړ ٌ نوميږی . په چينی ژبه کې د ٌ هوا ال ٌ معنې ګل دی او دغه ډول سندرې د هلکانو او نجونو ترمنځ د مينې څرګندونه کوی . مېرمن سو د هوا ال ويلو د ملکې په نامه ياديږي ځکه چې د دې له خوا ويل شوی سندرې ډېری په زړه پوری دی . د دې د اواز په اوريدو سره اوريدونکي ګواکی د چين د لويديځو سيمو ښکلی طبيعی منظری ګوری .

مېرمن سو پينګ د چين د چينګ های په ولايت کې زېږېدلی چې هلته د هوا ال سرچينه ده . سو پينګ خبريال ته وويل : ( اواز)

زما پلار او مور بزګران دی چې دوی د ژيړ سيند د سر چينو په شا و خوا سيمه کې اوسيږی . له ماشومتوب څخه ځايی کلتور په ما باندی زياته اغيزه کړی ده . ما له شپارس کلنۍ څخه د ٌ هوا ال ٌ په ويلو پيل وکړ او په دې ترڅ کې می د ګانګ سو او چينګ های په ولايتونو کې د ٌهوا ال ٌ ويلو په سياليو کې ګډون کړی دی . په تېرو

کلونو کې د چين د موسيقی د مرکزي پوهنتون پوهانو له ماسره ډېرې مرستې کړي.

په تېرو څو کلونو کې سو پينګ د خپلو کوښښونو له لارې د هوا عړ د ويلو په ساحه کې ډېر ښه مهارت تر لاسه کړ او ځانګړی سبک يي جوړ کړ. په ١٩٨٠ کال کې د سو پينګ له خوا ويل شوی ٌ هوا عړ سندرې ٌ د چين د کلتور وزارت له خوا د غوره پارچې په توګه وټاکل شوې او د چين په بېلا بېلو سيمو کې يی ګرځنده نندارې هم وشوې چې ډېر مينه وال يی راجلب کړل. بر سيره پردی ، مېرمن سو په جلا جلا توګه د ويانا ، المان ، فرانسی ، ايتاليی ، هانګ کانګ او تايوان په ګډون يو شمير هېوادونو او سيمو کې هم ننداری تر سره کړي او د ځايی نندارچيانو ستاينې يی تر لاسه کړې . هغې وويل : ( اواز )

د هوا عړ سندرې د هلکانو او نجونو ترمنځ د مينې ستاينه کوي . مينه د نړۍ دايمی مضمون دی . که څه هم بهرني نندارچيان د سندرو په شعرونو نه پوهيږی ، خو دوی له اهنګونو سره ډېره مينه لری . په تېره بيا په اروپا او امريکا کې د نندارو په ترڅ کې نندارچيانو زما لخوا د ويل شويو سندرو تود هر کلی وکړ .

که څه هم سو پينګ ډېر شهرت تر لاسه کړی دی ، خو ددې په زړه کې د هيوادوالو ستاينه تر ټولو مهمه ده . دا کله نا کله د نندارو لپاره کليوالو ، معدني او اوسيدونکو سيمو ته ځی . د نندارچيانو مينه او ستاينه د دې د هنري پرمختګ په لار کې هڅونکي ځواک ګڼل کيږي . يوه ورځ ، سو پينګ د سرو زرو په يو کان کې ننداره تر سره کوله . خو له دې امله چې څو تنه معدني کارګرانو په څاه کې کار کاوه او ننداره يي و نه ليدله . سو پينګ له نندارې وروسته د دوي لپاره په ځانګړی توګه زياتې سندرې وويلې . کارګران د سو پينګ د روحيې له امله متاثر او ډير احساساتې شول . له دې وروسته کارګرانو سو پينګ ته يو ليک وليږه او پکې يی نه يوازی

ددې هنرې مهارت بلکی د کارکوونکو لپاره د خدمت روحيه هم وستايله . هغې وويل: ( اواز)

زما په اند نندارچيان زما ډېر ښه ښوونکی دی . زه بايدد خپل د اواز په واسطه لهدوي څخه مننه وکړم او دوي ته ښه خدمت تر سره کړم . ( اواز)

ګرانو اورسيدونکو ، د ښځي او ټولنې نننۍ پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد . ستاسو د کاميابی او خوشحالې په هيله .