<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-30 15:19:00    
د چين په هکله د ټولنيزو علومو يو لړ معلومات

cri

د چين د عصري کيدو په هکله څيړنيز مرکز تازه يو راپور خپور کړ او په کې ليکل شوي چه د نړۍ له يو سل او نه هيوادونو څخه د چين د عصري کيدو سويه شپيتم مقام نيسي چه دغه شميرنه د نړۍ له منځني سويې څخه ټيټه ده په بله ژبه چين د هغو هيوادونو له منځني سويې څخه لږ څه لوړ دی چه عايدات يي کم دي او د پرمختلليو هيوادونو له لومړي سويې سره برابر دی . راپور وايي چه د چينايانو د اټکلي عمر ، د ماشومانو د مړينې اندازه ، د سواد لرونکولويانو ، د تيلفون او تلويزيون کارولو معيار او په هر زرو تنو کې د ډاکترانو شمير د منځنيو پرمختلليو هيوادونو سويې ته رسيدلی ، خو نورې زياتې موخې له دغو هيوادونو سره زيات توپير لری .

د چين د سين هوا أژانس د تير کال تر پايه پورې د شميرنې له مخې خبر ورکړ چه د چين په ستره برخه کې له يو سلو مليونو څخه زيات کسان کمپيوترونه کاروي .

د چين د علومو اکاډمۍ د ژنتيک او ودې انستيتوټ د چينايانو د کورنيو نومونو له څيړنو وروسته دا برياليتوب ومونده چې په چين کې د کورنيو د اوسيدو ځايونه د هغو ناروغيو د خپريدو له ځايونو سره برابر دي چه د مړينې عمده لامل دی . چين په نړۍ کي د کورنۍ نوم د کارولو لومړنی هيواد دی او پنځه زره کاله دمخه په چين کې د کورنۍ نوم د ارثی نظام وټاکل شو ، نو د ارثي علم له مخې نارينه د واي کروموزوم لری ، نو دغه کروموزوم نسل په نسل د کورنۍ نوم په شان زامنو ته ارثې کيږي . له دی امله هغه کسان چه د کورنۍ نوم يي يو شان دی ، يو شان کروموزوم او ارثی جن لری ، د کارپوهانو په أند که د کورنۍ نوم او ارثي ژن ترمنځ اړيکې وپيژندل شي ، نو

د کورنۍ نوم سره سم ددوي د ځانګړو ناروغيو د درملنې لپاره خاص درملونه جوړيداي شي .

ملي ګل د يو هيواد لپاره د کارت په توګه رول لری ، اوس په سلو هيوادونو کې ډول ډول ملي ګلونه ټاکل شويدي ، خو چين لا تر اوسه يوازني لوي هيواد دی چه خپل ملی ګل يي ندی ټاکلی . د چين د وروستي امپراطوری سلسلې په وروستې موده کې د ملکې لخوا مو دان د ملي ګل په توګه وټاکل شو چه دغه ګل يوازي په چين کې شته ، په نولس سوه نهه ويشتم کال د چين جمهوري حکومت د ميې په نامه يو بل ګل چه هم يوازي په چين کې شته او د ژمی د يخنۍ په مهال غوړيږي ، د ملي ګل په توګه وټاکه . د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې په ټول هيواد کې د ملي ګل د ټاکلو فعاليت تر سره شوی ، خو پايله يي نه ده رامنځته شوې . په نولس سوه څلور نويم کال د چين دګلانو ټولنې هم په ټول هيواد کې د ملي ګل د ټاکلو فعاليت ترسره کړی ، خو هم بي پايله پاي ته ورسيده . د معلوماتو له مخې چين به د دوه زره اتم کال نه دمخه خپل ملي ګل وټاکي .

د چين د بيجينګ پوهنتون پروفيسر لي شيوې چن د امريکې له يوه کارپوه سره يو ځاي د يوې ګډې مقالې په ترڅ کې ليکلی چه د چين د يانځه سيند د دريو تنګيو په سيمه کې په نړۍ کې د مالګې د تبخير لومړني لوی ډګر موجود و چه د ډبرې عصر له وروستې مودې څخه تر معاصرې زمانې پوري يي څلور زره کاله دوام درلود .

د چين د ښاريانو د نيکمرغۍ شاخص په يو څيړيز راپور کې ليکل شوي چه د جنوبي چين د هانجو ښاريان د نورو ښارونو په پرتله نيکمرغه دي ، خو د شانګهاي ، بيجينګ او ګوانجو ښاريان چه مياشتني عايدات يي په ترتيب سره د هيواد لومړی

، دوهم او دريم مقام نيسي ، د نيکمرغۍ شاخص يي دريم ، اوم او لسم ځاي نيسي. د سچوان ولايت مرکز چن دو ښاريان چه مياشتنی عايد يي ټيټ دی ، خو له هانجو وروسته دوهم ځاي لری .

لرغون پيژندونکو په هانکانګ کې د ډبرو د زاړه عصرپه وروستې موده کې يعنی پنځه ديرش زره کاله دمخه د اتو زرو مربع مترو په مساحد د ډبرينو ألو جوړولو ډګر پيدا او شپږ زره ډبرينې ألې وموندلې چه دغه ارزښتناکه کشفونې هغه پخوانې نظريه نوې کړيده چه شپږ زره کاله دمخه د ډبرو په نوي عصر کې انسان په هانکانګ کې ژوند کاوه .