<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-30 15:05:12    
د چين زده کوونکي په دوبنی رخصتۍ کې د کار په پيدا کولو بوخت دی

cri

نجلۍ وانګ لين د سهار په پنځو بجو پاڅيدلې ، په اوو بجو د بيجينګ د مسافر وړونکی موټر په ستيشن کې غره ته د ختونکو مينه والو سره د دريو ساعتو مزل وروسته د بيجينګ د مي يون په ولسوالی کې هی لونګ تان ته ورسيده ځکه چې په دغه فعاليت کې يې د خبريالې دنده په غاړه درلوده او په خپله يې د عکس اخيستلو ، د مرکې کولو ، د راپور ليکلو کارونه ترسره کړي دي . نجلۍ وانګ لين چې تازه د ماسترۍ درجې د لاس ته راوړلو لپاره د چين د خپرونې پوهنتون د نړيوالو اطلاعانو په څانګه کې شامله شوه ، په دوبنی رخصتۍ کې يوې ورځپاڼه ته د خبريالې په توګه په بيجينګ کې د ساعت تيرۍ په هکله معلومات راغونډ کړی . هغې وويل اوس به زه د راتلونکی کار لپاره تياره شم .

په پوهنتون کې دوبني رخصتۍ د کورنيو له غړو سره د زده کوونکو د يو ځاي کيدو ورځې دي او يا له خپلو ملګرو سره لوبې کوي ، خو په وروستيو کلونو کې د چين په پوهنتونونو کې لا زيات شمېر زده کوونکی د رخصتۍ په موده کې کار کوی او يا په زده کړو بوخت دي . څرنکه چې دوی غواړی په راتلونکی وخت کې ښه کارونه پيدا کړي .

د لينوو ګروپ د کارکوونکو د څانګی مسئولې شوو خبريال ته وويل دغه ګروپ د فارغ شويو زده کوونکو د استخدام په وخت کې تر هر څه لومړي هغه فارغ شوي زده کوونکي مني چې د کارونو زياتې تجربې ولری .دغه ګروپ سږ کال دا پلان جوړ کړی چې له پوهنتونونو څخه هغه زده کوونکی په دندو وګماری چې ژر به فارغ شي څو چې

په خپل ګروپ کې لنډ مهال لپاره کار وکړي .

د ګوانګ جو په ښار کې د کمونستو ځوانانو ټولنې او د زده کوونکو ټولنې له خوا له تر سره شويو تحقيقاتو څخه څرګنديږي چې په سلو کې سل زده کوونکي غواړی چې په ټولنيزو چارو کې ګډون وکړي او په سلو کې د اوياوو زده کوونکو په اند د لنډ مهالو ټولنيزو عملياتو تر سره کول د ټولنيزو تجربو د تر لاسه کولو او د خپل ارزښت د لوبولو لپاره ډير ګټور دی ، په سلو کې ٢٨ زده کوونکی دا نظر لری چې له پوهنتونونو څخه له فارغيدو مخکې د ټوليزو عملياتو ترسره کول په راتلونکی کې د ښو کارونو د پيدا کولو لپاره بنسټ برابرولی شي .

پر ټولنيزو عملياتو سر بيره زده کوونکي دا هم غواړی چې د رخصتۍ په موده کې د زده کړې لپاره په پوهنتونونو کې پاتې شي او د لوړې علمي درجې د تر لاسه کولو لپاره خپله تياری ونيسي . د چين د قومي پوهنتون د زده کوونکو د استخدام لپاره د خدمتی مرکز کارکوونکی وويل اوس په ټولنې کې د کارونو سيالی سخته ده ، نو پوهنتون زده کوونکی هڅه کوی چې د رخصتيو په موده کې په ټولنيزو عملياتو کې برخه واخلي .

د بيجينګ د هوايي چلند پوهنتون د انجنيرۍ په دوهم ټولګي کې يوازي څليرويشت تنه زده کوونکی شته او په دوبنی رخصتی کې يوازي څلور تنه بيرته کورونو ته لاړل او شل تنه يې په خپل پوهنتون کې د ماستري درجې د لاس ته راوړلو لپاره په زده کړی بوخت دي . زده کوونکی جو شياو جو وويل اوس زه غواړم چې له لا زياتر پوهنې حاصلی کړم څو چې په راتلونکی کې د کارونو د پيدا کولو په وخت کې زمينه راته برابره شي .

د بيجينګ پوهنتون د ټولنيزو علومو د څانګې پروفيسر شيا دا نظر څرګند کړی چې

زده کوونکي له وړاندی څخه له ټولنې سره اړيکی تماس نيسي او په فعاله توګه په ټولنيزو کارونو کې ګډون کوي ، دا به په راتلونکی کې د دوی د استخدام او پرمختګ لپاره ګټه ولري .