<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-30 16:54:11    
ډګرونه د بيجينګيانو له پاره له خوشحالۍ نه د ډک ژوند چاپيريال ګرځيدلي دي

cri

د يو هيواد او يا يو ښار له پاره ډګرونه عمومأ د هيوادوالو يا ښاريانو د راغونډيدو او د وګړو د لويو غونډو د جوړيدو ځايونه ګڼل کيږي ٠ خو اوس په بيجينګ کې د تيان ان من له ډګر څخه پرته چه د ښاريانو د لويو غونډو او د ملي بيرغ د اوچتيدو مراسمو د پرځاي کولو ځاي دي ، د مهمو بازارونو او د بيلا بيلو اوسيدونکو سيمو په شاوخواو ځايونو او په لويو پارکونو کې بيلا بيل منځني او کوچني ډګرونه هم ډير ليدل کيږي چه په فارغو او سا عتيري په وختونو کې د بيجينګ د اوسيدونکو د چکر وهلو ، د لوبو کولو ، د شپې د کنسرت د پرځاي کولو ، د بيلا بيلو هنري د نندارو د کتلو او يا د دوستانو ترمنځ د راغونډيدو ځايونه ګرځيدلي دي ٠

د بيجينګ په ختيځه خوا د څاو يانګ په نامه يو پارک شته چه پکې يو ډګر ليدل کيږي ٠ په دي وروستيو دريو کلونو کې په دي ډګر کې د مروج ميوزيک د نندارو اونيز فعاليت تر سره شوي دي ٠ په دغو فعاليتونو کې د هيواد د کورنيو او بهرنيو نژدي د موسقې سلو ډلو نندارې وکړې او د نندارچيانو شمير يي څلور لکو ته رسيدلي دي ٠ اوس د څاو يانګ پارک په بيجينګ کې د موسيقۍ د خپرولو له پاره يو مشهور ډګر ګرځيدلي دي ٠ يو محصل چه تل د موسيقي د اوريدو له پاره د دغه پارک ډګر ته راځي ، خبريال ته وويل چه زه دغه ډول کنسرت ډير خوښوم چه زيات خلک يو ځاي په ډګر کې موسيقې سره اوري چه نه يوازي يي تکت ارزان دي ، بلکې خلک هم يو ځاي د هغه د خوشحالۍ له نعمت څخه برخمن کيږي چه موسيقې يي مونږ ته اورولې ده ٠

بر سيره پر دي په بيجينګ کې له يو شمير ډګرونو څخه هم د فلم د سرخلاص ډګرونو په توګه هم کار اخيستل ٠ په ډګر کې فلم ښودل په بيجينګ کې د ډګر له کلتوري فعاليتونو څخه دي ٠ سږکال د فرانسي د مستند فلم د اونيز فيستوال د پرانستلو مراسم د بينجينګ د سي دان د لوي بازار په کلتوري ډګر کې پرځاي شول او په دي مراسمو کې د فرانسي دري مستند فلمونه و ښودل شول ٠ په چين کې د فرانسي د لوي سفارت اړوندې کارکونکې ميرمن مي لان وويل چه په فرانسه کې هم د فلم ښودلو سرخلاص ډګر شته ٠ په هره هغه شپه کې چه هوا مساعده دي ، خلک د خپلو څوکيو په راوړلو سره د فلم د کتلو له پاره دغسي ډګر ته راځي چه دا په فرانسه کې د ډګر يو دوديز کلتور ګرځيدلې ده ٠ په ډګر کې فلم ښودل نه يوازي بيلا بيل کسان ځان ته راجلبولي شي ، بلکې له دي لارې د ښارونو کلتوري سويه هم اوچتيداي شي ٠

په بيجينګ کې له نوموړو لويو ډګرونو څخه پرته په بيلا بيلو اوسيدونکو سيمو کې يو شمير کوچني ډګرونه هم ليدل کيږي چه د اوسيدونکو د چکر وهلو ، د استراحت او لوبو کولو له پاره استعماليږي ٠ عمومأ د دغو ډګرونو مساحت دومره لوي نه دي ، خو د استفادې وړ سامانونه پکې زيات دي لکه بيلا بيلې ورزشي سامانونه ، د شطرانج ډبرين ميزونه او څوکۍ ، د لمر د وړانګو د مخنيوي دهليز او داسي نور تاسيسات ٠ خصوصأ د دوبي په شپو کې په دغو ډګرونو کې ډير اوسيدونکي ليدل کيږي ٠ د بيجينګ د شمال ختيځ خوا د وانګ جنګ په اوسيدونکي سيمه کې هم دغسي يو ډګر شته٠ اوسيدونکي ښاغلي وانګ دا عادت لري چه په فارغ وخت کې د خپلې دوه کلنې لور په راړولو سره په دغه ډګر کې چکر وهي او لوبې کوي ٠ هغه خبريال ته وويل له دي امله چه په کارونو کې ډير بوخت يم ، نو له ګاونډيانو سره د خبرو وخت هم نه لرم ٠ خو د دغه ډګر د جوړيدو وروسته په فارغ وخت خصوصأ د شپې د چکر وهلو په وخت کې له ګاونډيانو سره ډير ځل مخامخ کيږي او سره يو ځاي خبرې کولي شو چه دا ډير د خوښې وړ خبره ده ٠ ښاغلي چانګ چه په يو کمپيوتري شرکت کې کار کوي ، خبريال ته وويل چه په دي ډګر کې ورزشي سامانونه مکمل دي ، دا چه د کار وروسته له دوستانو سره يو ځاي ورزش کوي او خبرې کوي ، ډير ښه کار دي ٠ اړوندو کارپوهانو په أند ډګر د خلکو ترمنځ د تبادلې ځاي دي ٠ د بيجينګ د ډګر کلتور د خلکو له ژوند څخه نه جلا کيدونکي دي او د دغه کلتور له پرمختګ څخه څرګنده شو ي چه بيجينګ اوس د نړيوالو پرمختلليو ښارونو په لورې پرمختګ کوي ٠