<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-31 17:31:11    
د هو نان ولايت په لويديځ کې د لي يي لرغونې علاقه داری

cri

د چين په منځنی برخه کې د هو نان ولايت لويديځه سيمه د سيلانيانو د سفر هدف دی او زيات شمير غرونه او سيندونه او دوديزې لرغونی علاقه داری پرتې دي . چين ته د سفر په دغه کړی کې به تاسو ته د لي يي په نامه لرغونی علاقه داری معلومات وړاندی کړو .

____موسيقې_____( د تو جيا قوم ملی سندره )

لي يی علاقه داری د هو نان ولايت په شمال لويديځ کې پرته ده او د تو جيا قوم ټاټوبی دی . لي يي د توجيا قوم په ژبه کې د ځمکو د أبادولو معنی لری . په ٢٠٠٢ کې کال په دغه علاقه داری کې د لرغون پيژندنې يوه لويه پيښه وشوه چې شپږ ديرش زره بانکسي ټوټې وموندل شوی چې د چينګ نومی په امپراطوری سلسلی يعنی د ميلاد مخکې د دوهمی پيرۍ په وخت کې ښخی شوي وې او دا ټوټې ټولې د حکومت رسمی سندونه وو .د دغو سندونو کشفونې نه يوازی د تاريخي کارپوهانو لپاره د چين د لومړني امپراطوری سلسلی د څيړنې لپاره معلومات برابر کړی ، بلکی د لي يي علاقه داری هم د نړۍ د ليدو وړ ځای ګرځيدلی دی . د يوی سيلانی اداری وياندې پيغلې تيان جينګ وويل ___اواز____

له موندل شويو بانکسي ټوټو څخه څرګنديږي چې د يو لک يا پنځه لکه کاله مخکې په دغه ځای کې انسانان اوسيدل. د بانکسي ټوټو د کيندلو په لومړی وخت کې يې رنګ تور او نصواری و ، خو د مينځلو او وچولو وروسته يې ټوټې بيخي ډيرې ښې ساتل شوی او ور باندي ليکل شوي چيني کرکټرونه په سمه توګه لوستل کيدای شي

، سره له دې چې ځيني کرکټرونه يې نه پيژنو .

د لي يي په علاقه داری کې اوه غټ واټونه پراته دي چې اوږدوالی يي دوه زره پنځه سوه مترو ته رسيږي او د واټونو په دواړو غاړو کې پنځه سوه لرغوني لرګينې وداني قطار په قطار ولاړې دي چې شپږ او اوه سوه کاله مخکې د چين د مينګ او چينګ د امپراطوری په سلسلو کې جوړې شوي او ساختمانی بڼې يي د تو جيا قوم ځانګړتيا لری . د دغې علاقه دارۍ د سيلانۍ چارو چارواکی ښاغلی پنګ دا شيان وويل زمونږ په علاقه دارۍ کې هر واټ خپله ځانګړتيا او کيسه لری. هغه وويل ___اواز____

د بيلګی په توګه پخوا د وان شو په نامه واټ کې اوسيدونکي د چين د جيانګ شی ولايت څخه راغلي وو او په سوداګرۍ لګيا وو چې د خپلې سوداګرۍ د تودوالي سره سم په دی ځاي کې په دايمي توګه اوسيدل ، نو دغه واټ د جيانګ شی په نامه نومول شوی .

د جونګ فو په نامه واټ د دغې لرغونی علاقه داری په منځنی کرښه کې پروت دی او د شمالي واټ په غاړو پرتې وداني ټولې د تو جيا قوم ساختمانی بڼه لری چې ډيره مشهوره ودانۍ د يانګ نومی د ټوکرو د رنګولو کارګاه وه چې د يانځه سيند په جنوب کې د لومړنی لويې ودانۍ په نامه بلل کيږي . دغه کارګا يوه دوه پوړيزه لرګينه ودانۍ ده او پر دروازو او کړکو باندی له ښکليو قالب شويو نقاشيو څخه څرګنديږي چې پخوا د دغې ودانی خاوندان ډير شتمن ؤ . په هغه وخت کې د يانګ نومی په کور کې دری وروڼه د زيار ايستلو له لاری شتمن شوي او د يانځه سيند په ټوله جنوبی سيمه کې د ټوکرانو معامله ددوي ترکنترول لاندی وه . اوس په دغه ودانی کې اوسيدونکی دری اتيا کلنه انا پنګ جوی جو چې د يانګ په کورنۍ پوری اړه لری ،

خبريال ته وويل ____اواز_____

په هغه وخت کې له دريو وروڼو څخه هر تن دری کوټې درلودې يعني د درې پوړيز کور څخه يو پوړ د يو تن پوري اړه درلود . په کارګا کې د ټوکرانو رنګولو او قيچي کولو چاری ډيرې تودې وې . مشتريانو سپين ټوکران وړل او زمونږ په کارګاه کې په أبی تور او يا شنه رنګ او بيا ددوي کورونو ته ورليږل کيدل.

د لرغونيو واټونو په غاړو د پلی کولو سره سره به د يو شوی په نامه يو سيند ته ورسيږي . پر سيند باندی کب نيونکي بيړۍ او سيلاني بيړۍ ليدل کيږي . سيلانيانو وويل د لي يي په علاقه داری کې د بيړۍ په وسيله د يو شوی په سيند کې سيل کول ډير خوندور دی .

درانو اوريدونکو ، چين ته د سفر نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد ، تاسی د دغه مضمون له اوريدلو وروسته د لي يي علاقه داری خوښه شوه که نه ؟ هيله لرم چې د پيغامونو د ليږدولو له لاری ما ته خپل وړانديزونه راوليږۍ !