<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-01 15:32:35    
په چين کې د چاپولو حق لرونکی د غير قانونی چاپولو پر ضد فعاليتونو څخه ملاتړ کوی

cri

په وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې د چين د بېلا بېلو خواوو د چاپولو حق لرونکيو د نوم ليکلو په يو فعاليت کې د غير قانونی چاپولو په ضد د سل ورځی فعاليت ملاتړ وکړ. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کې به تاسو ته د دغه فعاليت په اړه څه معلومات درکړم.

د غير قانونی چاپولو پر ضد سل ورځنی فعاليت چې اوس په هېواد کې راون دی، د جولای له ١٥ نېټې څخه د اکتوبر تر ٢٥ نېټې پوری به د چين د مطبوعاتی چاپولو ادارې،د هېواد د چاپولو حق بيورو، د عام امنيت ادارې او د تصديو او سوداګرۍ بيورو له خوا په ګډه تر سره شی.اړوند فعاليتونه هر کال تر سره کېږي خو دا ځل تر ټولو لوی او سخت فعاليت دی.

د چاپولو حق لرونکيو، د دوی د ټولنو او اړوندو تصديو استازيو د اګست په شپاړسمه نېټه په بېجينګ کې د نوم ليکلو په يو فعاليت کې ګډون وکړ او له اړوندو ارګانونو او خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د پوهنې مللکيت حق وساتی او په ټينګه توګه له غير قانونی چاپولو سره مخالف وکړي. د ځېنګ دا په نامه د موسيقي د يو نړيوال شرکت مشرې ميرمن جيانګ لين وويل

څو کاله دمخه مونږ د موسيقي ١٢ کوچنيو شرکتونو د لوبو په يو ډګر کې د غير قانونی چاپولو پر ضد يو فعاليت تر سره کړ او په دی هکله مو ډېری غونډې هم جوړی کړی. نن د حکومت تر مشرۍ لاندی مونږ سره يو ځای د چاپولو حق

د ساتنې لپاره هڅې کوو او مونږ هڅول شوی وو.

يوې مشهورې ليکوالې شيو کون وويل مونږ هم کله کله د غير قانونی چاپولو له پيښو سره مخامخ شوی وو. خو ځانی قوت مو ډېر لږ دی او پخپل ځان مې دغه مسئله نه شي حل کيدای. نو د حکومت په وسيله د دغه فعاليت جوړول مونږ لپاره ډير ګټور دی.

د بېجينګ،نانجينګ او ګوانجو په ګډون له ځينو ښارونو څخه د شمېرنو له مخی، د جولای په مياشت کې د قانونی چاپولو د توليداتو د خرڅولو اندازه د تېر کال د همدی مودې په پرتله په سلو کې لس زياته شوی ده . د لېوننو شرکت په چين کې د انترنټ تکنانوجی په برخه کې يو مشهوره تصدی ده. د دغه شرکت د مشر مرستيالې ميرمن بای هوی مين وويل

-د روان کال په لومړنی نيمايی کې مونږ دوه مليونه مايکوسوفت سيستمونه پلورلی دی چې دغه شمېر د پخوا په پرتله څو او له لسګونو ځلو زيان شوی او په همدی حال کې مونږ له ليدنو خوشحاله يو چې په زمونږ بازار کې په ډېر کمپيوټرونو کې قانونی سيستمونه کارول شوي دی. مونږ به په فعاله توګه د حکومت د غوښتنې، تګلارو ملاتړ وکړو چې يو ښه ټولنيز چاپيريال جوړ کړو.

د نوم ليکولو په فعاليت کې د بېلا بېلو ساحو استازيو څرګنده کړه چې په چين کې بايد د چاپولو حق د ساتنې په اړه د سالم او ښه چاپيريال د جوړولو لپاره ډيرو هڅو ته اړتيا شته. د موسيقي يوی نامتو ليکوالې ميرمن ګو جيان فن د چاپولو حق د ساتنې په اړه اړوندو ارګانونو ته يو لړ وړانديزونه وکړل. دې وويل

د دغه فعاليت په شان په ډيرو فعاليتونو کې مې برخه اخيستې.

دغه فعاليت بايد نه يوازی سلو، زرو او مليونو ورځو ته وغځول شي بلکې په دايمی توګه تر سره شي او ډير خلک بايد په دغه فعاليت کې ګډون وکړي.

د چين د اطلاعاتو او چاپونې د ادارې مشر او د هېواد د چاپولو حق د ادارې مشر ښاغلی لونګ سين مين وويل

ځکه چې په چين کې د چاپولو حق د ساتنې په اړه د نوی سيستم د جوړېدو تاريخ لنډ دی، نو پدی برخه کې عام وګړی لږ قانونی معلومات لري. بر سېره پردی به د غير قانونی چاپولو له لارې ډيری غير قانونی ګټې لاس ته راوړي، نو غير قانونی چاپول په ځينو سيمو او ساحو کې لا هم زيات دی. د چاپولو حق د ساتنې په اړه د قانون په بشپړتيا سره بايد اړوند کسان خپل رول ولوبوي، اړوند فعاليونه او سيسټمونه بايد جوړ شي.