<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-01 15:48:21    
د بيدى هه ښكلي ښار او د سمندر غاړه

cri

درنو اوريدونكو نيكې هيلې او سلامونه ، خداي د وكړي چې له ټولو ځمكنيو او آسماني آفتونو څخه په امن كې پاتې وۍ،عزتمندو اوريدونكو تيره اونۍ د چين بين اللملي راډيو ددغې راډيو د يو شمير بهرنيو كاركوونكو لپاره د سيلانۍ او ښه وخت د تيرولو په موخه يو پروګرام برابر كړى وو،چې په ترڅ كې ما هم له نورو كارپوهانو سره يو ځاي د بيدى هه ښار ته ښكلى او نه هيريدونكى سفر درلود،او اوس به زه د خپل سفر كيسه ستاسو درنو اوريدونكو سره شريكه كړم:

له سفر څخه شاوخوا يوه اونۍ مخكې د پښتو څانګې مديرې راته وويل چې د جمعې په ماسپښين د راډيو لخوا داسې يو پرګرام په پام كې نيول شوى چې يو شمير كارپوهان د سيل لپاره يو بل ځاي ته ولاړ شي ،د جمعې ورځې د ماسپښين په شاوخوا يوه نيمه بجه مې په بيړه ځان ټاكلي ځاى ته ورورساوه،كه څه هم يو څو دقيقې له اصلي وخت څخه تيرې شوې وې ،او ما ويل چې زه به وروستى كس يم چې ورسيږم خو كله چې يو شمير نور كسان تر ما وروسته راغلل نو په زړه كې يو څه خوشحاله شوم ،وروسته تر پنځلس شل دقيقو ټول تلونكي كسان راور سيدل او په دوو بسونو كې وختلو،او د راډيو له ودانۍ څخه مو د بيدى هه په تكل حركت وكړ.

کله چې د بيجينګ د ګڼې ګوڼې څخه ډک ښار څخه مو لږ څه واټن واخيست او ليرې شولو،نو زموږ د سورلۍ موټر د شنو او کرنيزو ځمکو تر څنګ تيريده او په رښتيا سره هغې ښکلې هوا او چاپيريال د انسان روح او زړه تازه کاوه، بس موټر په ګړندی توګه له ښارونو او ښارګوټو څخه تيريده او د لارې په اوږدو کې خو يو شمير سيمه ايزو بزګرانو خپل کرنيز توکي د سړک سر ته را ايستلي وه تر څو په يو شمير مسافرينو يې وپلوري. زموږ ملګرو هم ښکليو منظرو ته په کتو سره په خپلو منځونو کې سره خبرې کولې او د زړه راښکونکيو ځايونو ستاينه او صفت يې کاوه، د لارې په اوږدو کې مو يوه لنډه دمه هم وکړه او بيا مو خپلې لارې وهلو ته دوام ورکړ ،شاوخوا څلور ساعته وروسته د بيدي هه ښار ته ورسيدو ،دغه ښار د بيجينګ په پرتله نسبتآ آرام ،هوا يې صفا او ګڼه ګوڼه هم پکې ډيره نه وه،د ښکليو ودانيو له خواوو تيريدو،يوه بله خبر چې د بيجينګ په شان دلته ډيرې لوړې ودانۍ لږ څه كمې وې ،ټرافيکي سيستم هم ډير منظم وه او په يو شمير سيمو کې خو مې وليدل چې ليکل شوي وو چې د موټر هارن کول هم منع دي، بيدي هه ښار ته تر رسيدو وروسته موږ د بس په وسيلې شاوخوا شل دقيقې لاره ووهله څو موږ خپل اصلي ځاي ته چې له مخکې څخه د مسوؤلينو لخوا ټاکل شوي وو ورسيدلو،په لنډو څو شيبو کې مو د خپلو خونو کلي واخيستلې او د اړوندو لارښوونکو لخوا را سره مرسته وشوه چې خپلو خونو يا کوټو ته ولاړ شو،په هره کوټه کې دوه دوه تنه اوسيدلو،البته هغه کسان چې له خپلو کورنيو سره راغلي وو هغوي بيا دخپلو ماشومانو سره د خپلو اوسيدو د ځاي په لور وخوځيدل،ما او د نيپال د هيواد کارپوه(كمل) ته يوه کوټه راکړل شوه، او موږ هم د خپل هستوکنځي په خوا ولاړو، هلته هم د اړوندو مسؤولينو لخوا راته لارښوونه وشوه، په کوټه کې دوه د خوب منظم کټونه، دوه څوکۍ ،رنګه تلويزيون د هوا د سړولو دستګاه يا ايرکنيدشن،تيليفون،چای،ګيلاسونه او نور د اړتيا وړ شيان ټول موجود وو،د خونې په لويديځه برخه کې يوه بله دروازه هم ليدل کيده کله چې هلته ورننوتم نو دا هم زموږ لپاره و،يعني تشناب چې پکې د اړتيا وړ ټول شيان برابر شوي وو لكه شامپو ،صابون د مخ دستمال ،تودې او يخې اوبه اونور اړين شيان، ما او زما ملګري دواړو په خپل وار مخ او لاس ووينځل او لږ شيبه دمه مو وکړه،او يو يو ګيلاس خوندور چاي مو وڅښه، تر لږ شيبې وروسته راته ټيلفون وشو چې ټول کارپوهان بايد سره يو ځاي شي،او يوه لنډه غونډه سره لرو،ما او کمل صاحب هم خپل ځانونه تيار کړل او ورو ورو د غونډې په لور ور وخوځيدو،د لارې په اوږدو کې له نورو کارپوهانو سره يو ځاي شولو او د غونډې تالار ته ولاړو،د چين د بين اللملي راډيو د بهرنۍ څانګې چارواکو ټولو کارپوهانو ته هر کلي ووايه،بيا هر کارپوه خپل ځان نورو دوستانو ته وروپيږانده دا له يو بل سره د پيژندګلوی لپاره ډيره ښه موقع وه ،ټولو راغليو کارپوهانو په خپل وار سره د صميمت په فضا کې نورو ته خپل ځانونه وروپيژندل ،ورپسې د راډيو د بهرنيو اړيکو يوه چارواکي ددې سفر د موخو په هکله لنډې خبرې وکړې او کارپوهان يې د ميز پر سر ايښودل شويو تازه ميوو خوړلو ته راوبلل،شاوخوا يو ساعت هلته وو،او تر لنډو خبرو اترو وروسته د غونډې له تالار څخه راووتلو او په تازه هوا کې مو په چکر وهلو پيل وکړ.تر لنډې شيبې وروسته ټول د ماښامنۍ ډوډۍ د خوړلو په لور رهي شولو،هلته د مسلمانانو لپاره چې د ځينې ډولونو غوښو او الکهولي مشروباتو له څښلو څخه يې ډډه کوله هم لازمې تيارۍ نيول شوې وې،ځانګړي چيني او د سيمې خاص خواړه پاخه شوي وه،وروسته تر ډوډۍ خوړلو بيا هم له يو شمير کارپوهانو سره په چکر ووتلو خو ژر بيرته راوګرځيدو ځکه بايد چې د سبا ورځې د سفر لپاره مو په کافي اندازه استراحت کړي وو.سهار وختي را پاڅيدم او خپلې جامې مې تيارې کړې،او د اوو نيمو بجو په شاوخوا کې يعنې د سهار تر چای څښلو وروسته خپلو موټرونو ته وختو او د شانګهاي ګوان په لوري وخوځيدو. چې په هغه سيمه کې د چين د لوي ديوال وروستۍ برخه هم پرته ده. درنو اوريدونکو بهرنيان په چين کې د ننۍ برخې لپاره وخت همدومره وو، پاتې کيسې به په راتلونکې خپرونه کې درته وکړم ،ځكه چې په دې سفر كې لا نورې زياتې كيسې پاتي دي چي بايد تاسو ته يې هم وكړم او كومه ورځ چين ته راشۍ چې له دغو ځايونو څخه ليدنه وكړۍ. نور مو په پاک او مهربانه خداي سپارم.خوشحال ((تايب)).