<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-02 16:56:49    
د لياو نينګ ولايت د تاو لی د کلی وګړي شتمن شوی دی

cri

د تاو لی کلی د چين په شمال ختيځ د لياو نينګ په ولايت کې يو غريب او بی وزلی کلی و. د روان کال په دوبی کې هغه خبر خپور شوي چې د دغه کلی د ګوندی کميټې منشی لی ماو فنګ د خپل کور د جوړولو لپاره تياری نيولی دی.د دغه خبر په اوريدو سره کليوال ډير خو شحاله وو .ځکه چې په وروستيو کلونو کې منشی لی له بی وزلی څخه د خپلو کليوالو وګړو د ژغورلو لپاره ژمنه کړی څو چې د کلي ټول وګړی په نويو کورونو کې ژوند تير نه کړي ، خپل نوي کور به هم جوړ نه کړي . اوس له بی وزلی څخه د کليوالو وګړو د ژغورلو لپاره د ښاغلی لی کيسه په دغه کلی کې خپره شوې.

په دغه کلی کې ١٨٠ کورونه شته .د تيرې پيړۍ په اومه لسيزه کې د دغه کلی د ګوندی کميټې د منشی په توګه ښاغلی لی د ټاکل کيدو راهيسی د ده په مشرۍ د جيو فنګ شان په سيمه کې د چينی شاه بلوط ونی کيښودلی چې له امله يی وګړي شتمن شوي دي .اوس د دغه کلی د هر تن په سر کلنی عايدات له لس زره يوانو څخه اوښتی دی او په دغه کلی کې د زر هکتارو په مساحت د شاه بلوط باغونه أباد شويدي .

نن ورځ په دې کلي کې نوي کورونه چې ديوالونه يي سپين او خښتې يي سرې دې ، قطار په قطار د ونو تر سيوري لاندي ولاړ دي .

کليوالو د شتمن کيدو وروسته نوی کورونه جوړ کړي او لازيات عايدات يی تر

لاسه کړي دي .په وړم کال کې د کليوال دونګ چونګ شان کلنی عايدات يو لک

اويا زره يوانو ته رسيدلی دي .

که څه هم کليوال شتمن شوي دي خو پخوا يی د شاه بلوط ونو د ايښودلو په اړه د خپل منشی له پريکړې څخه انديښنه درلوده.په ١٩٩٣ کال کې د کليو د کولکتيضی شتمنی په توګه د ٦٠٠ هکتارو په مساحت شاه بلوط ونې کيښودلي دي په دی امله چې د دغو ونو شمير ډير او د اداری په کارونو کې ستونزی ډيری زياتی وي ، نو د کليو لارښونکی ډلې پريکړه وکړه چې د شاه بلوط ونې د اجاری په توګه هرې کورنۍ ته وسپاري خو کليوالو وګړو د دغو ونو له ايښودلو څخه انديښنه درلوده او دغه پريکړه يی رد کړه .ځکه چی له دی مخکی کليوالو وګړو يو ډول ونی کيښودلي وې خو د دغو ونو ميوو ښه بازار نه درلود .نو په دی اړه کليوال وګړي متردد شول .په دی حالت کې ښاغلی لی د څه د پاسه ٥٤ هکتارو په مساحت د شاه بلوط ونو د اجاری دنده پر غاړه واخيستله او په همدغه کال کې يی ښه حاصلات تر لاسه کړل. کله چې د کليو د ١٢ کورونو کليوالو له ده څخه غوښتنه وکړه .نو ښاغلی لی په وړيا توګه د هغی ونې نيالګی دغو کسانو ته و سپارلی چې له امله يې نوموړی کليوال هم شتمن شوي دي .

د معلوماتو له مخې په وروستيو کلونو کې د ښاغلی لی په مشرۍ پنځوس کيلو متره غرنی لاره جوړه شوه چې له امله يی د هېواد نمونوی کارکوونکی ګرځيدلی دی .که څه هم ښې پايلې يی تر لاسه کړي خو هغه پر پخوانی ژمنې باندی ټينګار کوي او لاهم په هغه زوړ کور کې ژوند کوي چې په ١٩٣٩ کال کې يی جوړ کړي.

خبريال ځنی پوښتنه وکړه چې کله به نوی کور جوړ کړی .هغه ځواب ور کړ څو چې د روان کال تر پايه پوری نور ٧ يا ٨ کورنۍ نويو کورونو ته نقل شي او د دوی د کورونو په وړاندی قيرسړک وغزيږی ، د خپل نوی کور د جوړولو کار به پيل کړی .