<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-03 16:00:37    
د جو شيو فانګ له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړی جو شيو فانګ له خوا ويل شوی يو لړ چينی ولسی سندری وړاندی کړو٠ لومړۍ به تاسی ګډه د هغې له خوا ويل شوی يوه سندره واورو چی نوم يی دی قمری٠

( سندره ١ )

مېرمن جو شيو فانګ په ١٩٣٤ کال کی د چين د جنوب د جيانګ سو په ولايت کی زيږيدلی ده٠ په ١٩٥٠ کال کی هغې د شانګهای د موسيقی په پوهنځی کی له پروفيسرې جو شياو يان څخه د سندرو ويلو زده کړې وکړې٠ په هغه وخت کی جو شيو فانګ نه يوازی د لويديځو هېوادونو د سندرو د ويلو تخنيک زده کړ ، بلکی د چين د ولسی سندرو زده کړې يی هم وکړې٠ راځئ چی د هغی په اواز د سوجو ښار يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی کوچنی لوبوش٠ په دغه سندره کی يوه نجلۍ په کورنۍ کی د کوچنی لوبوش د لوبی پر وخت خپل احساسات څرګندوی٠

( سندره ٢ )

په ١٩٥٦ کال کی جو شيو فانګ د چين د لومړۍ دوری د موسيقی اوونی په سيالی کی ستر بريالتوبونه ترلاسه کړی او د غوره سندرغاړی په توګه وګڼل شوه ٠ په ١٩٥٧ کال کی هغې په مسکو کی د ځوانانو د ولسی سندرو ويلو په هکله د ځوانو سندرغاړو د ٦ دوری په نړيواله سيالی کی طلايی مډال ترلاسه کړ٠ اوس به مونږ په ګډه د جو شيو فانګ له خوا ويل شوی د سو جو يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی په څلورو فصلونو کی خپل مېړه ياديږی٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته رسيږی ! روغ او خوشحاله اوسئ!