<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-03 16:06:48    
ختيځ تيمور ____ په ختيځ کې ختيځ هيواد

cri

ختيځ تيمور يو ځوان هيواد دی او تيمور په مالاي ژبه کې د ختيځ مانا لری . ختيځ تيمور د تيمور ټاپو له ختيځې برخې او نورو ټاپوګانو څخه عبات دی او نفوس يي يوازی اوه لکه څلويښت زره تنه دی چې په سلو کې اته اويا برخه بوميان ، شل برخه يي اندونيزيايان او دوه برخه يي چينايان دي . پلازمينه يي تيلی دی چې يوازي يو لک او ديرش زره تنه نفوس لری .

پرتګاليانو د شپاړسمې پيړۍ په پيل کې د تيمور په ټاپو باندي تيری وکړ چې ددې پيړۍ په نيمايي کې ټول ټاپو ددوي په مستعمره بدل شو . ورپسې هالنديانو هم د تيمور ټاپو د نيولو غوښتنه وکړه . په شپاړس سوه اتلسم کال کې هالنديانو د ټاپو په لويديځ کې اډه جوړه کړه چې له امله يي پرتګاليان د ټاپو ختيځ ته وشړل شو. په نولس سوه دوه څلويښم کال کې ختيځ تيمور د جاپان لخوا ونيول شو او له دوهمې عمومي جګړې وروسته د پرتګال استعماري تسلط پکې اعاده شو . د نولس سوه پنځه اويايم کال د دسمبر په اته ويشتمه نيټه ختيځ تيمور أزاد شو ، خو نهه ورځې وروسته اندونيزيا دغه هيواد ونيوه چې په پايله کې د اندونيزيا د يوه ولايت په توګه وبلل شو.

خو ختيځ تيمور و نه غوښتل چې د اندونيزيا د يوه ولايت په توګه وپيژنی ، نو شخړو څه دپاسه شل کاله دوام درلود او دوه لکه پنځوس زره تنه پکې مړه او نور دوه لکه پنځوس زره تنه نورو هيوادونو ته وتښتيدل . د م م د زياتو فشارونو له امله په نولس سوه نهه نويم کال کې د اندونيزيا د وخت ولسمشر حبيبی موافقه وکړه چې په ختيځ تيمورکې ټولټاکنه ترسره شي. د همدې کال د اګست په ديرشمه نيټه د ختيځ تيمور اکثرو وګړو د خپلواکۍ غوښتنه درلوده ، خو د نفوسو په سلو کې څلور برخه چې مسلمانان دي ، دغه غوښتنه و نه منله چې په پايله کې وينه توييونکی شخړې دوام درلود . د م م د منځګړيتوب له کبله اته زره تنه سوله ساتي پوځونه ختيځ تيمور ته وليږل شول او د دوه زره دوهم کال د مې په شلمه نيټه ختيځ تيمور په رښتيا خپلواکي وموندله او ګوسمان د ولسمشر په توګه وټاکل شو .

د ختيځ تيمور د ځانګړي تاريخ له امله دغه ټاپو هيواد لا تر اوسه په سيلاني هيواد نه دې بدل شوی ، سره له دې چې سيلاني سرچينې يي ډيرې غني دي مثلا د سمندر په غاړو سپينې شګې ، پاکې اوبه او ارام او ارزان هوټلونه او رستورانتونه شته .

نن ورځ سوله رامنځته شويده او يقين دی چې سيلانيان به ژر رارسيږي .

په ختيځ تيمور کې ډول ډول محصولات چې په توده سيمه کې پيدا کيږي ، کرل کيږي ، لکه شولې ، جوار ، قهوه ، کچالو ، لوبيا ، کيله ، مانګو او داسي نور .ويل کيږي چې په دغه کوچني هيواد کې صنعت نه شته . ختيځ تيمور يو غرنی هيواد دی او کرنيزې ځمکې يوازي د هيواد له عمومي مساحت څخه په سلو کې له پنځو څخه کمې دي . خو په هر ځاي کې جونګړې ليدل کيږي ځکه چې دغه هيواد په اسيا کې تر ټولو غريب هيواد دی . د شميرنې له مخې په دوه زره لومړي کال کې ملي اقتصاد يوازي پنځه ويشت مليونه امريکايي ډالره وو چې يوازې د قهوې له صادراتو څخه لاس ته راغی . د هيواد نيمه برخه وګړي بي کاره دي او د درو زرو اتو سوو کيلومترو په اوږدوالي له سړکونو څخه يوازي څلور سوه اته ويشت کيلومتره قير سړکونه دي .

خو د خوښۍ وړ خبره دا ده چې په دې هيواد کې نفت او طبيعي ګاز کشف شوی او زيرمه يي يو لک بيلرو ته رسيږي ، يقين دی چې په راتلونکي نژدي وخت کې به دغه ځوان هيواد له مشکل حالت څخه ځان وژغورل او ورځ په ورځ به سمسور او أباد شي .