<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-04 17:10:06    
د چين د مشهورو پوهنتونونو په اړه معلومات(٢)------------چينګ هوا پوهنتون

cri

چينګ هوا پوهنتون په چين کی يو ډېر مشهور پوهنتون دی او د بېجينګ د های ديان په سيمه کی پروت دی. پراخوالی يی څه دپاسه څلور سوه هکتاره او ساختمانی مساحت يی دوه مليونه دری لکه مربع متره دی.

دغه پوهنتون په ١٩١١ کال کی جوړ شو او په ١٩٣٧ کال کی د جاپان د تيرۍ پر ضد جګړې له پيل کيدو وروسته له جکړې څخه د ليری پاتی کېدو لپاره د هو نان ولايت د چانګ شه ښار ته نقل شو او د بېجينګ او نان قای پوهنتونونو سره په ګډه يی د چانګ شه موقتی پوهنتون جوړ کړ. په ١٩٣٨ کال کی دغه موقتی پوهنتون د کون مينګ ښار ته وليږدول شو او د جنوب لوېديځ ګډ دولتی پوهنتون ونومول شو. د جاپان د تيرۍ پر ضد د جګړې تر برياليتوب وروسته په ١٩٤٦ کال کی چينګ هوا پوهنتون بيرته بېجينګ ته رانقل شو او پکی پنځه پوهنځی او شپږويشت څانګې شاملې شوې.

په ١٩٥٢ کال کې چينګ هوا پوهنتون په يو صنعتی پوهنتون بدل شو چې پکی په عمده توګه انجنيران وروزل شول او د انجنيرانو د زانګو په توګه وګڼل شو. له ١٩٧٨ کال راهيسی، دغه پوهنتون چټک پرمختګ کړی دی چې ګام په ګام د طبيعي انساني علومو ، د اقتصاد او ادارې په شمول څانګې پکی اعاده شوې او د ماستری درجې د اخيستونکو او د دوامدارې ښوونې پوهنځي هم پکی جوړ شوی دی. په ١٩٩٩ کال کی د چين د مرکزی هنری پوهنځی هم په چينګ هوا پوهنتون کی شامل شوی دی.

د حکومت او د ښوونې وزارت په ملاتړ د علمی څانګو ، د ښوونکيو د روزنې او علمی څېړنو په شمول په بيلا بيلو ساحو کی د چينګ هوا پوهنتون پرمختګ يوې نوې مرحلې ته ورسيد. اوس دغه پوهنتون په يو مجموعي پوهنتون بدل شويدی

اوس په چينګ هوا پوهنتون کی نژدی اته زره تنه ښوونکی شته چې يو زرو او سل تنه يی پروفيسران او يا د پروفيسرانو مرستيالان دي او شپيته تنه پروفيسران د چين د علمونو او انجنيرۍ د اکاډميو غړی دي. نن ورځ په دې پوهنتون کې د زده کوونکو شمير اوه ويشتو زرو تنو ته رسيدلی دی چې ديارلس زره تنه يي د ليسانس او اته زره شپږ سوه تنه يي د ماسترۍ درجې او څلور زره شپږ سوه تنه يي د ډاکترۍ درجې د لاس ته راوړلو لپاره په زده کړو بوخت دي . په دولتي کچه يولس مهم لابراتوارونه ، دوه ځانګړی لابراتوارونه ، د ښوونې وزارت په اړه څوارلس مهم لابراتوارونه، د سپورټی عمومی ادارې په اړه د ټولنيزې څېړنې يوه اډه، د علم او تکنولوژۍ د وزارت په اړه يو مهم لابراتوار، د ښوونې وزارت تر ادارې لاندي د انترنيټ شپږ څيړنيز مرکزونه هم په چينګ هوا پوهنتون کې شته. برسيره پردې په دغه پوهنتون کی څلور مليونه کتابونه ساتل شويدي.

چينګ هوا پوهنتون په جدی توګه ښوونيزې چارې ترسره کوی او ښوونکي يي لوړه علمی سويه او ښه تعليمی کيفيت لری. د دې پوهنتون له جوړېدو راهيسی ډېر زيات مشهور شخصيتونه روزل شوی دی. د بيلګی په توګه په ١٩٩٩ کال کی د چين د اټومي او هيدروجيني بمونو د جوړولو له درويشت تنو جايزې اخيستونکو څخه څوارلس تنه يی د چينګ هوا پوهنتون څخه فارغ شوي وو .