<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-04 17:19:52    
د ودانيو د ښکلا په هکله د چين د لويديځ نهم نړيوال نندارتون او د چين د موټرونو او پرزو لومړی نندارتون په وروموچی کښی جوړ شول

cri

د ودانيو د ښکلا په هکله د چين د لويديځ نهم نړيوال نندارتون او د موټرونو، موټرسايکلونو او انجينری ماشين الاتو او پرزو د وارداتو او صادراتو په هکله د چين لومړی نندارتون څو ورځې مخکښی د چين د شينجيانګ په وروموچی کښی جوړ شو٠

د ودانيو د ښکلا په هکله د چين د لويديځ نړيوال نندارتون د وروموچی پر بهرنی اقتصادی او سوداګريز نندارتون برسيره د شينجيانګ دوهمه لويه نړيواله مسلکی غونډه هم ده٠ دغه نندارتون لويديځې خوا ته د چين د ورخلاصون يو مهم پل او کړکۍ ګرځيدلې ده او د شينجيانګ لپاره د بهرنيو سوداګرانو او پانګو د راجلبولو او د شينجيانګ په اړوند د نړيوالو د پوهولو يو مهم ټکی ګڼل کيږی٠ د خبر له مخی، په تيرو اتو دورو کښی همدغو نندارتونونو د روسيې، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان، پاکستان او امريکا په ګډون د زياتو هېوادونو څه دپاسه څلور زرو تصديو څه نا څه لس زره تنه ميلمانه راجلب کړی وو او څه دپاسه پنځه لکو تنو نندارچيانو ورڅخه ليدنې وکړې او سوداګريزې خبرې اترې هم پکښی وشوې چې د معاملاتو ټوله اندازه يې ديرش مليارډه او اووه سوه مليونو ژن مين بی يوانو ته ورسيدله٠

د وروستنی نندارتون سرليک وو چې ٌ ُد وريښمو شنه لاره ُ د ساختمانی موادو د اطلاعاتو نړيواله صحنه جوړوی ٌ ٠ په دغه نندارتون کښی څه دپاسه اته سوه غرفې موجودې وې چې د چين او بهرنيو هېوادونو لخوا جوړ شوی هغه ساختمانی مواد پکښی وښودل شول چې د چاپيريال د ساتنې او د خلکو د روغتيا لپاره ګټور دی او د هغو د استعمالولو په بهير کښی انرژۍ سپمول کيږی٠ په همهغه موده کښی لوړ پوړی مسلکی فورم او نور اړوند فعاليتونه هم ترسره شول٠ په چين کښی د منځنی أسيا د هېوادونو د سفارتونو ديپلوماتانو او د ساختمان او سوداګرۍ د ساحو شخصيتونو په نندارتون کی برخه واخيستله٠ د چين په شانګهای کښی د قرغزستان د سوداګرۍ د کميټې د استازی ايماشولو لينشبيک ) ( IMASHUULU LENISHBEK په أند دغه نندارتون د چين او د منځنی او لويديځې أسيا هېوادونو او شاوخوا هېوادونو ترمنځ يو ښه پل جوړ کړيدی ٠ هغه خبريال ته وويل : ٌ ما د وادنيو د ښکلا په پخوانيو څو نندارتونونو کښی ګډون کړی وو، خو له اوسنی نندارتون څخه زه ډيرې ښې خاطرې لرم٠ اوس د قرغزستان اقتصاد په پر له پسی توګه پرمختګ کوی، زمونږ هېوادوال د سوداګريزې همکارۍ په برخه کښی قوی هيله لری ٠ قرغزستان هم د بهرنيو هېوادونو د سوداګرانو لپاره ډيرې ښې زمينې برابرې کړېدی او هيله لری چې د چين پانګه اچوونکی قرغزستان ته ولاړ شی او هلته د خپلو چارو د پرمختګ لپاره کوششونه وکړی٠ٌ

د چين په شمال لويديځه سيمه کښی د موټرونو، موټرسايکلونو او انجينری ماشين الاتو او پرزو د وارداتو او صادراتو په هکله وروستنی جوړ شوی نندارتون لومړنی همداسی نړيوال مسلکی نندارتون و او پکښی څه دپاسه دری سوه غرفې موجودې وې او د موټرونو او پرزو د جوړولو په برخه کښی د چين د څه دپاسه دوه سوو فابريکو او د موټرونو د پرزو څه دپاسه دری سوو خرڅوونکی سوداګرانو

پکښی ګډون وکړ٠ دغه راز د قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په ګډون د ځينو هېوادونو دوه ديرش حکومتی ارګانونو او بهرنيو سوداګريزو سازمانونو هم په نوموړی نندارتون کښی ګډون کړی وو٠ د چين د صنعت او سوداګرۍ د عمومی ټولنې د موټرونو او موټرسايکلونو د پرزو د خرڅوونکو سوداګرانو د ټولنې د مشر خو يی ګوانګ په أند دغه نندارتون ستر اهميت لری ٠ هغه وويل : ٌ له څو کلونو راهيسی په چين کښی د موټرونو او موټرسايکلونو د توليدولو چارو ډير چټک پرمختګ کړی او په تيره بيا د دغو پرزو صادراتی اندازه ډيره زياته شويده ٠ اوس شينجيانګ د جغرافيايی مقام له پلوه ډير غوره والی لری او په شاوخوا کښی يې د منځنی او لويديځې أسيا زيات هېوادونه پراته دی چې دوی د چين موټرونو او د موټرونو پرزو ته زياتې اړتياوې لری او د دغه نندارتون له جوړيدو څخه ډيره خوښي څرګندوی ٠ دغه راز د دغه نندراتون جوړيدلو د چين د منځنيواو کوچنيو تصديو لپاره نړيوالو بازارونو ته د ننوتلو ډير ښه فرصت هم ګڼل کيږی٠ٌ

شينجيانګ د چين لويديځه لويه دروازه ده چې له اتو هېوادونو سره ګډه پوله لری او په تاريخ کښی يې د منځنی أسيا له هېوادونو سره د چين د مرکزی سيمې د اقتصادی او کلتوری تګ راتګ لپاره ډير ستر رول لوبولی ٠ د ودانيو د ښکلا او د موټرونو او پرزو نړيوال نندارتونونو له دغه سيمه ايز غوره والی څخه په ښې استفادې له منځنی أسيا سره د چين د کورنيو تصديو د اړيکو د پياوړی کولو لپاره ښه فرصت برابر کړيدی٠