<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-04 19:11:57    
د چين په سی ان ښار کې نوی ډول ښاری کرنه پرمختګ کوی

cri

 ګرانو اوريدونکيو ،د چين د شمال لويديځ د شان سی ولايت د سی ان ښار په شاوخوا ولسواليو کې زياتې ايکولوژيکی کرهڼيزې اډو او د ګلونو پارکونو د خپل ځانګړيتوب له امله ښاريان او سيلانيان راجلب کړي او د ښاری نوی کرنې په ټوګه يی پرمختيا موندلې ده .د چين د اقتصاد او سوداګرې په دغه پروګرام کې به تاسو ته په سی ان ښار کې د نوی ډول ښاری کرنې په هکله معلومات وړاندی کړو.

زمونږ خبريال د سی ان ښار د شاوخاوو د کرنې په بيلګيزه يا نمونوی اډې کې ليدلی چې په منځنيو او لويو فارمونو کې زيات ښاريان راغونډ شوي دي چې د ميوو د شکولو لپاره راغلی دی او له دی لاری بزګرانو هم ورڅخه ګټې تر لاسه کړي دي .

د ښارې کرنې افکار د تيرې پيړۍ په پنځمه يا شپږمه لسيزه کې لومړی ځل د امريکا د ځينو اقتصاد پوهانو له خوا لومړی ځل وړاندی شول .د دغې کرنې دنده لومړنی موخه د ښاريانو لپاره خدمت کول دی .د سی ان ښار د کرنی اکادمی د څانګې د مسئول مرستيال او لوړ پوړه کارپوه جانګ شيون هو وويل (اواز...........) ښاری کرنه له دوديزې کرنې څخه عصری کرنې ته نوی پرمختګ کوي او له دی امله د کرنې د صنعتی کيدو بهير چټک کيږي .

د معلوماتو له مخې په ښاری کرنه کې سيلانی کرنه او ايکولوژيکی کرنه شامل دي او ځانګړيتوب يې دا دی چې نه يوازی يې ښاريانو ته محصولات برابروي بلکې د ساعتيری له لارو چارو څخه ښاريانو ته خدمتونه کوي .

د سی ان ښار د وی يانګ په سيمه کې د يو زر هکتاره په مساحت د شفتالو باغ شته چې د دغه ښار د ښاريانو د

ګلونو د بڼ په توګه بلل کيږي .د دغې سيمې د ميوو ونو د اداری مسئول هوانګ شاو وويل (اواز...........) زمونږ سيمې د ١٩٨٦ کال له پيل څخه د شفتالوونې ايښې دی او تر اوسه پوری يې مساحت څه د پاسه زر هکتارو ته رسيدلی .په وروستيو کلونو کې شفتالو ډير ښه بازار لر ی او هر کال د شفتالو د ګلونو د ليدو او د شفتالو د شکولو اخترونه جوړيږي چې د دغې سيمې د سيلانی پرمختګ د چټکتيا او د بزګرانو د ګټو د زياتوالی لامل دی .

دوديزه کرنه د عصری تکنالوژيو ،د سيمه ايز حکومت د ملاتړ او د پانګې د زياتوالی پربنا پرمختيا موندلی ده .که څه هم د دغه ښار د شاو خواوو سيمې غنی طبيعی سرچينې لري خود دوديزې کرنې د نامعقول جوړښت له امله خلک نه دی شتمن شوی .د کرنې د عصری کيدو په ترڅ کې په دغه ښار کې د کرنې نمونوی اډې رامنځته شوي چې د بزګرانو عايدات يی زيات شوي دي .

د دغه ښار په شاوخوا کې د سی با سی په نامه د کلی وګړو د کيمياوي سرو په کارولو سره هيندواڼې روزلی دي چې دغه هيندواڼې ډيرې خوږې دي او هم ښه بازار لري .د دغه کلی مشر ګونګ کانګ های وويل (اواز................) کليوالو وګړو د هيندواڼو د روزلو د پوره بهير څارنه کړې چې پکی هغه کيمياوي سرې تری استعمال شوی چې د چاپيريال او روغتيا لپاره زيامن نه دی .نو زمونږ هيندواڼې ډيرې ښې دي .

د علمی تکنالوژيو د کارولو له امله د دغه کلی د هر کور کلنی عايدات له لس زره يوانو څخه اوښتی دی .د ښاری کرنې د پرمختګ په همدی وخت کې له بزګرانو سره

مرستندويه سازمانونه هم رامنځته شوي دي .د ښاريانو د اړتياوو د پوره کولو له

امله په کليوالو سيمو کې د همکارۍ اقتصادی سازمانونه بايد پرمختګ وکړي .نو په دغه حالت کې د کرنې ځانګړی ټولنې هم يو د بل پسی جوړی شوي دي .

د دغه ښار د با چياو د ګيلاس ميوې ټولنه يو همدغه شان ځانګړی سازمان دی .دغه ټولنې د ګيلاس ميوې د شکولو اختر د جوړولو او په نورو ځايونو کې د اړوندو تبلغاتو له لاری د ميوو د پلورلو لپاره بزګرانو ته زياتی مرستې برابری کړي او کوی يی .

د خبرله مخې په وروستيو ورځو کې د دغه ښار د حکومت په ملاتړ د ښاری کرنې د پرمختګ په هکله د کرنې پانګونې څو اړخيزسيستم بشپړ شوی دې .په روان کال کې به دغه ښار د ښاری کرنې د پرمختګ لپاره پنځه سوه مليونه يوانه او له ٢٠٠٧ کال څخه تر ٢٠١٠ کاله پوری به هر کال په همدی ساحه کې شپږ سوه مليونه يوانه پانګه واچوي.