د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د استخباراتو چارواکی د سپتمبر په دريمه نېټه وويل څو سوه حکومتی سرتيری په همدې ورځ د دې هېواد او افغانستان تر منځ په پوله کی د شمالی وزيرستان د قبائلو له سيمی څخه وتلی دی.
نوموړی چارواکی د سپتمبر په دوهمه نېټه خبريالانو ته وويل د پاکستان حکومت په همدې ورځ د دې قوم له ولسوالو سره د سولې موافقه لاسليک کړه. له دې موافقه ليک سره سم به قومی ولسوال پر حکومتی چارواکيو او امنيتی ځواک باندی له بريد څخه لاس واخلی او حکومتی ځواک به د داسی وسلوالو په وړاندی پوځی عمليات پای ته ورسوی. د معلوماتو له مخې، دغه پرېکړه ليک به ښايی ژر خپور شی.
د نوموړی قبائلو په سيمه کی د پاکستان اتيا زره حکومتی سرتيری شته او د دې هېواد د استخباراتو د ارګان په نظر، ښايی چې د القاعدې سازمان مشر اسامه بن لادن او ايمن الظواهری په دغه سيمه کی پټ دی.