<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-05 17:12:07    
د چين د نڅا مشهوره طراحه شيو چي

cri

محترمو اوريدونکو ! اوس د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی ، په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د نڅاو د مشهورې طراحې شيو چي په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

د چين په لويديځ د لان جو ښار په مرکز کې د شيو چي په نامه د دونګ هوانګ نڅاو يو ښوونځی شته او مشره يی دری شپيته کلنه شو چې ده چې څو کاله دمخه د دونګ هوانګ هنري ډلې د مشرتابه له دندې څخه تقاعده شويده .

مېرمن شيو په ماشومتوب کې د لوړو زده کړو د ترسره کولو هيله درلوده ، خو په اتلس کلنۍ کې يي د کورنی د بی وزلۍ له امله خپله زده کړې پريښودې او د ګان سو ولايت د سندرو او نڅاو په ډله کې شامله شوه . هغې وويل : ( اواز )

په هغه وخت کې چې ما د منځنی ښوونځی په لومړنی کچه کې زده کړه کوله ، ښه نڅا می کولای شوه ، خو د کورنيو ستونزو او مشکلاتو له امله مجبورأ په دې هنري ډله کې شامله شوم. په همغه وخت کې زه يوه کوششي زده کوونکې وم او غوښتل می چې په پوهنتون کې زده کړې وکړم .

له دې وروسته شيو چي په دغه ډله کې د يوې نڅا کوونکې په توګه ومنله شوه او په هغه وخت کې يعني په ١٩٦٠ کال کې د نڅاو داسي لوبغاړې کمې ليدل کيدې چې د منځني ښوونځی له دوهمې مرحلې څخه فارغی شوې وي. نو له دې امله شيو چي په خپله ډله کې يوه ډېره غوره او تکړه لوبغاړې وبلل شوه او په پايله کې د نويو پروګرامونو په طراحې بدله شوه .

د تېری پېړۍ د اومې لسيزې په پای کې، د دغې ډلې له خوا د وريښمينې لارې او د ګلونو باران په نامه د نڅا لويه ډرامه وښودل شوه په دغه ډرامه کې د نڅاوو هغه ښکلي او په زړه پوري حرکتونه د لومړي ځل لپاره په صحنه کې نندارچيانو ته وښودل شول او زيات شمير مينه وال يی راجلب کړي وو چه د دونګ هوانګ په لرغونو غارونو کې په ديوالي تصوېرونو کې ليدل کيږي . دغه ډرامه نه يوازی په چين کې ، بلکی په جلا جلا توګه په ديموکراتيکی کوريا ، جاپان ، ايتاليا ، فرانسی ، تايلند ، روسيی ، هانګ کانګ او تايوان په ګډون يو شمېر هېوادونواو سيمو کې ښودل شوې وه .

د دې ډرامې د نڅاو د طرحې د بهير د يادونې په وخت کې مېرمن شيو وويل : ( اواز)

د دغو نڅاو د طرح کېدو بهير له لرغونيو اسنادو او اثارو څخه د زده کړو بهير و . مونږ په پوره توګه د دونګ هوانګ په غارونو کې د ديوالي تصوېرونو په هکله زيات معلومات تر لاسه کړل او د هغو معلوماتو پر بنسټ مو د نڅاو له لارې خپلې پوهاوې او نظريې نورو ته څرګندې کړې .

د دغو نڅاو له طرح کولو وروسته په ١٩٩٢ کال کې د دونګ هواګ هنر په اړه مشهور پوهه او د دونګ هوانګ د هنری ډلې مشر شي جين ګوان د دونګ هوانګ د لرغوني موسيقی نوټونه پيژندلي او هيله يی درلوده چې د نڅا پر مهال وغږول شي . په دې وخت کې هغه د نڅاو دمشهورې طراحې شيو چی يادونه وکړه .

په ١٩٠٠ کال کې د چين د دونګ هوانګ د مو ګاو په نامه له غارونو څخه زيات شمېر تاريخی شيان او ديوالي تصويرونه کشف شول چه له شپږمې پيړۍ څخه

تر څوارلسمې پيړۍ پوري ښخ او انځور شوي وو او د موسيقې نوټونه هم پکې شامل

وو . تر اوسه پوری د دغو نوټونو په ګډون زياتره اثار په پخوا زمانه کې د بهرنيو داړه مارانو لخوا تښتول شويدي چه همدغه نوټونه اوس د فرانسې په موزيم کې ساتل شويدي .

ښاغلی شي چې د چين د شپيلۍ غږونکي په توګه له فرانسی څخه د ليدنې په ترڅ کې په پوره توګه دغه نوټونه په قلم وليکل . بالاخره يی په نړۍ کې د

لومړی ځل لپاره دغه نوټونه پيژندلي دي ځکه چه د چين د موسيقي نوټ په ډول ډول نښو ليکل شوي وو ، نه په اوسني ليک دود ١٢٣٤٥٦٧

ښاغلی شي وغوښتل چه د دغو نوټونو څخه په نڅاو کې واخيستل شی او له شوي چي څخه مرسته وغواړی ، نو غوښتنه يي وکړه چه د دې د هنری ډلې د مرستيالې په توګه کار وکړي څو چه د چين لرغوني موسيقي د نڅاو په ډرامه کې وغږول شي . شيو چی د ده غوښتنه پوره کړه . هغې وويل : ( اواز)

د ښاغلي شي په اند ، د دغې موسيقي غږونه بايد په صحنه کې د نڅاوو تر څنګ وغږول شي چه د چين د تانګ په امپراطوي دوری کې د موسيقې ځانګړتياوو سره سم جوړ شوي وو .

له ١٩٩٢ کال څخه شيو چي او شي جن ګوان د دونګ هوانګ لرغونی موسيقې په نامه د نڅاو د لويې ډرامې د طرح کولو لپاره ښه همکاری وکړه او برياليتوب يی تر لاسه کړ چې په چين کې يي د نڅاو ډېره لوړه جايزه يعنی وين هوا جايزه تر لاسه کړه . له دې نه وروسته شيو چي يو شمېرنورې نڅاوې هم طرح کړې او د چين د نڅاو په ساحه کې د دونګ هوانګ په نامه يوه ډله جوړه کړه .