<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-05 17:13:17    
روبيرت بيمون __ له ټاکلي وخت نه مخکې يوويشتمې پيړۍ ته ټوپ وهونکی لوبغاړی

cri

د مکسيکو سيټی د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ليری ټوپ وهلو وروستۍ سيالي په باران کې تر سره شوه . په لومړنی پړاو سيالي کی امريکايی لوبغاړی روبيرت بيمون په څلورم ليري ټوپ کې د اته اعشاريه نويو مترو په اوږدوالي نړيوال ريکارډ ټينګ کړ . له دې نه مخکې نړيوال ريکارډ يوازی اته اعشاريه پنځه ديرش متره و .کله چې نوی ريکارډ رامنځته شو، په ټول ډګر کې د نندارچيانو د شاباس غږونه پورته شول . دغه برياليتوب په شلمې پيړۍ کی د ځغاستی په ډګر کې د وزرشکارانو له خوا په سياليو کې تر ټولو ښه برياليتوب وګڼل شو . د څيړونکو په اند روبيرت بيمون له ټاکلي وخت نه مخکې يوويشتمې پيړۍ ته ټوپ وهونکی لوبغاړی دی . له دې نه وروسته د ١٩٨٠ کال د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يو شمير ورزشکارانو يوازي اته اعشاريه پنځه ميتره ټوپ وهلی دی . نو له دې امله د بيمون ريکارډ د بيمون د ليري ټوپ په نامه نوميږی .

تاسيوس __ لومړی ښځه وه چې د اولمپيک په پر له پسی دوو سپورتي لوبو کې د ١٠٠ مترو په واټن د ځغاستي په لوبو کې طلايی ميډالونه تر لاسه کړل .

له دغو سپورتي لوبو نه مخکې په بېلا بېلو لوبو کې هيچا د اولمپيک په دوو سپورتي لوبو کې د ١٠٠ مترو په ځغاسته کې طلايی ميډالونه نه وو تر لاسه کړي . خو د امريکا ښځينه ورزشکارې تاسيوس د جاپان په توکيو کې د ١٩٦٠ کال د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ١٠٠ مترو د ځغاستې په لوبو کې لومړني ځای تر لاسه کړ او په مکسيکو سيتې کې يي يو وار بيا طلايي ميډال وګاټه .

. نو له دې امله تاسيوس د اولمپيک د سپورتي لوبو په تاريخ کې لومړی ورزشکاره وه چې په پرله پسی توګه يي د اولمپيک په دوو سپورتي لوبو کې په دې ساحه کې طلايی ميډالونه تر لاسه کړل .

د جګ ټوپ لوبې تخنيکی انقلاب

له دې امله چې د امريکا ورزشکار ريچارد فوسبوری د دغې دورې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د جګ ټوپ په لوبه کې د نوی طرز په کارولو سره د سرو زرو ميډال لاس ته راوړ چې په دی لوبه کې د نوی تکنولوژۍ انقلاب رامنځته شو . دغه نوی طرز دادی چې لوبغاړی لومړی خپل سر او اوږې له ميل څخه واړوی . له دې نه وروسته دغه نوی طرز د فوسبوری طرز ونوميد چې تر اوسه پورې لا هم کارول کيږي .

د ١٥٠٠ مترو په واټن د ځغاستی په لوبه کې افريقايی ورزشکار د لومړی ځل لپاره د سروزرو ميډال تر لاسه کړ .

د اولمپيک د همدې دورې له سپورتي لوبو نه مخکی د ١٥٠٠ مترو په واټن د ځغاستی په لوبو کې د سروزرو ميډالونه تل د امريکايی او اروپايی ورزشکارانو له خوا اخيستل شوی وو . خو د مکسيکو سيتی د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د کنيا ورزشکارانو امريکايی حريف ته مات ورکړه او په دغه لوبه کې يي د سرو زرو ميډال وګاټه . کانو خپل هېواد ته له ستنيدو وروسته د خپل برياليتوب د يادونې په موخه د خپلې لور نوم د اګ ميلکا اولمپيا چيلات کيښود .

د کوربه هېواد لومړنی د سرو زرو ميډال

د مکسيکو سيتی د اولمپيک د سپورتي لوبو په لسمه ورځ اولس کلن ورزشکار فيليپ مونوز د ٢٠٠ مترو په واټن د چنګښی په ډول د لامبو په لوبه کې د سرو زرو

ميډال تر لاسه کړ . دغه مډال د کوربه هېواد لپاره په دغو سپورتي لوبو کې د سرو زرو لومړنی مډال و .