د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د ناتوبلاک د سرمنشی جاپ دی هوپ شيفر او په اروپا کې د ناتوبلاک د پوځ لوړ پوړی قوماند جامس جونس په مشرۍ پلاوی د سپتمبر په څلورمه نېټه ماښام افغانستان ته له رسيدو وروسته په افغانستان کې د ناتوبلاک پوځی عملياتو او د افغانستان د بيا أبادۍ په هکله د خپلو دندو په ارزونی پيل وکړ .
د ناتوبلاک په مشرۍ د امنيت د نړيوال مرستندويه پوځ وياند دا معلومات ورکړل چې د ناتوبلاک پلاوی به په افغانستان کې د دغې ډلی له سوله ساتی پوځ څخه ليدنه وکړي او د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی او په دغه هېواد کې د م م له استازی سره د هېواد د امنيت او د بيا أبادی په هکله خبری اتری وکړي .