د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې : د پاکستان حکومت په شمال وزيرستان کې د قبايلو له جنګياليو سره له يوې مياشتې خبرو اترو وروسته د سپتمبر په پنځمه نېټه د سولې تړون لاسليک کړ . دغه تړون به په سيمه کې د امنيت د تامينولو لپاره مهم رول ولوبوی .
له ياد شوی تړون سره سم ، بايد په دغه سيمه کې د قبايلو جنګيالي پر امنيتی پوځونو ، حکومتی چارواکو او ماليی باندی له بريدونو څخه لاس واخلی . بر سيره پردی دغه ځواکونه بايد د اجازې له تر لاسه کولو وروسته د پاکستان او افغانستان له سرحدی سيمو څخه تېريدی شی خو په دغه سيمه کې ټول ميشت بهرنيان بايد له پاکستان څخه ووځی او که نه نو بايد د پاکستان قانون مراعات کړي او په وسله والو عملياتو کې ګډون ونه کړي .
دغه تړون د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوی چې د قبايلی جنګياليو پر ضد له پوځي عملياتو څخه لاس واخلی او د دغو قبايلو د خپلواکۍ حق تامين کړي . د دې تر څنګ، حکومت بايد د دوی بندی شوی کسان خوشی کړي او په هيڅ ډول بايد دوی بيا بندی نه کړی شي .