<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-06 18:10:32    
د سرتيريو او أسونو مجمسمو د ښې ساتنې لپاره علمي او تخنيکي لارې چارې

cri

د چين په شمال لويديځ د شان شي ولايت له مرکز شي ان ښار څخه په اوه ديرش کيلومترۍ کې د لين تون نومي يوه ولسوالی پرته ده او دوه ديرش کاله دمخه ځايي بزګرو د څاه کيندلو په مهال کې د ځمکې له سطحې څخه د دوو مترو په ژوروالي د خاورينو مجسمو ټوټې وکيندلې چه دغه غيرمترقبه کشفونه د هيواد د لرغون پيژندونکې څانګې د ډيرې پاملرنې وړ وګرځيده او له دې وروسته په دې ځاي کې د چين د کلتوري خزانې د کيندلو عظيم کار پيل شو چه تر ځمکې لاندي دوه ويشت سوه کاله پټه شوې وه . په پايله کې د سرتيريو او أسونو څو زره مجسمې وکيندلې شوې چه دغسي مجسمې د مصر د الاهرام په شمول د نړۍ د اتم اعجاز په نامه بلل کيږي .

له وروستيو کلونو راهيسې دغه مجسمې څو څو ځله د کلتوري تبادلې په توګه بهرنيو هيوادونو ته ليږدول شويدي . خو له دې امله چه دغه خاورينې مجسمې په هوا کې ايښودل شوي او د اکسيجن د ترکيب عمل له امله د مجسمو په سطحې باندي رنګونه نرم او په پاي کې له منځه وړل شويدي . دغه رنګونه به څنګه ټينګ شي ؟

د مجسمو په موزيم کې چې تر ځمکې لاندي جوړ شوی ، د عسکرو څو زره مجسمې قطار په قطار ايښودل شوي چه د ونه يي له اوسني انسان سره برابره ده او بڼې او کالي يي يو له بل سره بيلې دي . دغه راز د پوځي ګاډۍ او أسونه هم د نندارې لپاره پراته دي . خو زياتره خاکستري رنګ لری او يوازي د څو مجسمو په سطحې ښکلي رنګونه ساتل شويدي . دا ولی ؟ ددې موزيم کارپوه جو تيې زما پوښتنې ته د ځواب راکولو په مهال کې وويل د کيندلو په مهال کې د

مجسمو په سطحې ښکلي رنګونه ليدل کيدل چه ويښتان يي تور ، پوستکي يي ژيړ ، پوځي لباس يي تت تور او ملابند يي سور وو . خو له کيندلو وروسته د په هوا کولو له امله رنګونه يي ژر له منځه وړل شويدي .

هغه وويل د رنګونو د له منځه وړلو لاملونه يي دوه دي لومړی د دوو زرو کلونو د ښخولو وروسته د خاورو د فشار او طبيعي زيانونو له امله د مجسمو په سطحې باندي رنګ شوي لاک ولويده ، دوهم په رنګونو کې سريښناکې توکې هم په هوا کې د اکسيجن د ترکيب عمل له امله لويدلي دي .

د رنګونو د له منځه وړلو د مخنيوي لپاره په دې موزيم کې د کارپوهانو په شمول د علمي څيړنې ځانګړی ډله جوړه او زياتې ازموينې يي ترسره شوې چه په پايله کې د رنګونو د ټينګولو لومړني لارې چارې موندل شويدي . دغه راز دوي له بهرنيو علمي څانګو او کارپوهانو سره همکاری کړي او د رنګونو د ټينګولو لپاره شلګونه ډوله مادې يي په ازمويښتي توګه کارولي دي .

ښاغلي جو وويل د څه دپاسه لسو کلونو کوششونو له لارې د دواړو هيوادونو کارپوهانو په څيړنيز بهير کې ښه همکاری کړې ده . چين د ازمويښتي ډيزاين دنده په غاړه درلودلې او جرمني د کارپوهانو ، د لګښتونو او تخنيکي پوښتنو په برخه کې مرستې برابرې کړيدي . د خوښۍ وړ خبره دا ده چه د رنګونو د ټينګولو په ساحه کې برياليتوبونه تر لاسه شويدي .

د کارپوهانو په اند د دغو علمي برياليتوبونو په کارولو سره نه يوازی د مجسمو رنګونه ښه ټينګ شوي ، بلکې په لرغونې زمانه کې د نقاشۍ هنر او کاليو د رنګونو د څيړنو لپاره ارزښتناک معلومات تر لاسه شويدي . خو د موزيم د علمي

کارکوونکو لپاره دا مانا نه لری چې د مجسمو د رنګونو ټينګولو څيړنه پاي ته رسيدلې ده . د موزيم مرستيال لييون پينګ وويل د رنګونو ټينګتيا زمونږ وروستي موخه نه ده او يوازي يوه سيله ده . ډير مهم کار مو دا دی چه د علمي څيړنو او د نندارې د پرمختللي وسيلو له لارې سيلانيانو ته د چين غوره دوديز کلتور وښودل شي .

د مجسمو د رنګونو د ښې ساتنې په څنګ نور يو لړ کارونه هم روان دي ، د بيلګې په توګه دننه په موزيم کې د هوا او دود ککړتيا څارنه روانه ده .

د شميرنې له مخې د موزيم د پرانستلو راپدې خوا پنځه پنځوس مليونه سيلانيان منل شوي چه پنځه مليونه پنځه لکه بهرني سيلانيان پکي شامل وو . دغه راز د يو سل څلويښتو بهرني دولتي يا حکومتي مشرانو هم ددې موزيم څخه ليدنې وکړې چه دوي د مجسمو د ساتلو په هکله د چين د کوششونو ډيره ستاينه وکړه . يوه فرانسوي سيلاني ژان اندروکس له خبريال سره مرکه وکړه او و يي ويل د عسکرو او أسونو مجسمو څخه د ليدنې له لارې می د کلتوري او تاريخي اًثارو د ساتلو په ساحه کې د چين د حکومت ستر کوششونه ليدلي دي .