<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-06 18:22:41    
يوه يتيمه او د هغې يوولس نيکګان او اناګانې

cri

دا يوه ريښتينې کيسه ده چه د خپلې يوازني انا د مړينې وروسته يو دوو لس کلنه نجلۍ يتيمه شوه او له کړاونو څخه په ډک بي وزلي ژوند کې اخته شوې ده ٠ خو په يوه غير عادي کار سره د هغې برخليک بدل شوي دي ٠ دغه کيسه دا شان دي چې دوه کاله د مخه د اګيست په مياشت کې د چين په جنوب لويديځ د څونګ چنګ ښار د چيان جانګ ولسوالي د کارګرو ټولنې تقاعد شوي کارکونکي جونګ شنګ وان ، تقاعد شوي ښوونکې سوي جونګ ليان او نور څو تنو شپين ږيري او سپين سرې سره يو ځاي د اطرافو په يو غر کې د سيل او ورزش کولو په وخت کې وليدل چه د غره په ځنګلونو کې يو زوړ او ساده کور پروت دي او په دي کور کې بي وزلي سپين سرې ، يوه نجلۍ او د دوي ترمنځ اړيکې هم له دي وخت څخه ټينګې شوي دي ٠ که څه هم دا پيښه دوه کاله مخکې رامنځته شوې، خو تر اوسه پوري لا د دوي په ياد کې تازه ساتل شوي ده ٠ سپين ږيرو او سپين سرو د دغه حالت د يادولو په وخت کې وويل چې هغه وخت کې ناڅاپه باران واوريده ، نو مونږ ټول دغه کور ته ولاړو او و مو ليدل چه يو دوه لس کلنه نجلۍ او يوه څه د پاسه اويا کلنه سپين سرې يو ځاي ډوډۍ خوري ٠ په ديګ کې يوازي د ملۍ ښوروا وه او هيڅ غوړي پکې نه وو ٠ په کور کې هم هيڅ ارزښت لرونکي شيان نه وو ٠ له دوي سره د خبرو په ترڅ کې تقاعد شوي سپين ږيري او سپين سرې پوه شول چه په دي کور کې سپين سرې ژن چي لان نوميږي او اتيا کلنه ده او اولادونه نه لري ٠ نجلۍ چن سياو جوي نوميږي او د سپين سرې ژن له خوا منل شوي يو يتيمه ده ٠ دواړو په ډير بي وزلو حالت کې يو د بل په ملاتړ ژوند کاوه ٠ په هغه وخت کې د اقتصادي ستونزو له امله دوه لس کلنه نجلۍ له ښوونځي څخه بې برخې وه ٠

نوموړو څو تنو سپين ږيرو او سپين سرو دغه حالات وليدل ، زړه يي ډير خفه شول ٠ دوه ورځې وروسته دوي په خپل اوسيدونکي ځاي کې دغه حالت نورو تقاعد شويو کارکوونکو ته بيان وکړ ٠ نو يوولس تنو سپين ږيرو او سپين سرو سمد لاسه د جامو ، غوړيو ، وريجو او داسي نور د ژوند د اړتيا وړ شيانو په راوړلو سره بيا دغه کور ته ورغلل او پريکړه يي وکړه چه هره مياشت د ټاکلي وخت سره سم د سياو جوي او دهغه د انا د ژوند د تامين له پاره د ورځني اړتيا وړ شيان ور ته برابر کړي ٠ د دوي تر مرستو لاندې نجلۍ سياو جوي په خوشحالۍ سره بيا په ښونځي کې شامله شوه ٠ خو له بده مرغه دوه مياشتې وروسته د سياو جوي انا د ناروغۍ له امله مړه شوه ٠ سياو جوي يوازي پاتي شوه ٠ دومره کوچني نجلۍ يوازي په کور کې پاتي وه چې دا د انديښنې وړ وه ٠ نو يوولسو تنو سپين ږيو او سپين سرو د مشورې نه وروسته پريکړه وکړه چه نجلۍ سياو جوي ښار ته راولي او په موقتي توګه د سپين ږيري ين سيان ده په کور کې واوسيږي او د ژوند لګښتونه يوولس تنه زاړه کسان په غاړه و اخلي ٠ له هغه وخت وروسته نجلۍ د يوولسو نيکګانو او انا ګانې له خوا د برابر شويو پيسو په وسيلې په ښوونځي کې درس لولي ، ډوډۍ خوري او له غرمې نه وروسته بيا بيرته د نيکه اين کورته راځي ٠ په هره اونۍ کې نور نيکګان او اناګانې په نا ټاکلي وخت د هغه د کتلو له پاره دغه کور ته راځي او جامي او خوراکونه ور ته راوړي ٠ نجلۍ سياو جوي وويل چې هغه بايد په کوشش سره درس ولولي او تل تر تله به دغه نيکګان او انا ګانې په خپل ياد کې وساتي ٠

اوس د يوو لسو تنو سپين ږيرو او سپين سرو تر مرستو او پاملرنې لاندې نجلۍ سياو جوي يو ارام او نيکمرغه ژوند تيروي ٠ سياو جوي هيله لري چې په راتلونکيو ورځو کې به دغو نيکګانو ، اناګانو او ټولو هغو کسانو ته چې پاملرنه يي ور ته کړې ده ، د مهرباني جبران ورکړي ٠ که څه هم د نجلۍ سياو جوي برخليک ډير پيچلي دي ، خو زړه يي له مينې څخه ډکه دي ٠ مونږ هم هيله من يو چه زمونږ په ټولنه کې د سيا جوي په شان د کسانو دغسي کړاونه او غمونه لږ وي او د دغو يوولسو تنو زړو کسانو په شان له مينې څخه ډک احساسات زيات وي او پريږدي چه ټول ماشومان خپل نيکمرغه ماشومتوب ولري ٠