<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-06 18:57:16    
د هانکانګ محصلين د هېواد د ستری برخې په بی وزلو غرنيو سيمو کې له زده کوونکو سره مرسته کوي

cri

د هيواد سترې برخې ته د هانکانګ د ځانګړي ادارې د بيرته راتګ له نژديو لسو کلونو راهيسی هانکانګيانو خپل وطن ته لا نوره هم پاملرنه کړی په تيره بيا په پوهنتونونو کې روزل شويو زده کوونکو د هېواد د سترې برخې په بی وزلو سيمو کې د زده کوونکو ښوونې او روزنې ته ډير پام اړولی دی . نو دوی له هانکانګ څخه په ليری او ګوښه غرنيو سيمو کې د بی وزلو کوچنيانو له روزنی سره مرسته کوی چې د خپل وطن د سمسورتيا او أبادۍ لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي .

تير کال د هانکانګ لسو تنو غوره محصلينو د هېواد د جنوبي ولايت هو نان په لويديځو غرنيو سيمو کې د يو کال لپاره د بي وزلو زده کوونکو په روزنې کې ګډون وکړ . د دوي دغه داوطلبانه عمل او بې غرضه روحيی د بيلا بيلو ټولنو ملاتړ او ستاينه تر لاسه کړی چې د چين د ولسی انترنيټ له خوا په ٢٠٠٥ کال کې د چين د لسو ډيرو غوره ښوونکو په توګه ټاکل شوی دی . په روان کال دوهمه ډله يا نور لس هانکانګی محصلين څو ورځی مخکې همدې سيمې ته لاړل او بی وزلو زده کوونکو ته يي د خپلو ملګرو په مرستې ورکولو پيل وکړ . د دوي د خوځيدلو مخکې مراسم تر سره شول . په مراسمو کې په تير کال کې له بی وزلو زده کوونکو سره د مرستندويه لومړی ډلی مشرې لين شيو لي د يو کلن خدمت يادونه هم وشوه . هغې په مراسمو کې وويل بي وزلو زده کوونکو ته د خدمت برابرولو ما ته هم خوشحالۍ راپه برخه کړې او زما تر ټولو وياړ او فخر زما سره ددوي پاکه مينه او سپيڅلي احساسات دي .که څه هم زمونږ کارونه لا هم لږ دی ، خو په بدل کې مو د دوي مننه حاصل کړې

او د دوي په راتلونکي کې به بدلون رامنځته شي .

نجلۍ جو شي لي وويل په حقيقت کې زمونږ د بی وزلی ښوونځی په شان حتی د هېواد په ټولو کليو کې ډير زياتو تکړه زده کوونکيو د غربت او بي وزلۍ له امله خپل سبق پريښود . که څه هم زمونږ توان ډير کمزوری دی ، خو مونږ باور لرو چې تر وسی پوری له دغو زده کوونکو سره مرسته وکړو .

نجلۍ شو هوی شين په خپل ښوونځی کې د انګليسی ژبی د زده کړی مرکز جوړ کړ ، پخوا د دغې سيمی ښوونځيو د زده کوونکو د انګليسی ژبی کچې لوړولو ته زياته پاملرنه نه وه کړه ، نو د دوي انګليسي ژبه ډيره خرابه وه او يوازی يي د ژبې ساده معلومات درلودل . په انګليسی ژبی د خبرو اترو د ښه چاپيريال د جوړولو لپاره هانکانګي محصلينو ښوونځيو ته وړانديز وکړ چې دغه مرکز جوړ کړي . په هغه وخت کې نجلۍ شو هوی شين زده کوونکو ته وويل کيداي شي چې زده کوونکي د انګليسی ژبی په مرکز کې انګليسی داستانونه ولولی او سندرې ووايي چې د خوښۍ څخه په ډکه فضا کې له دغی ژبی څخه زده کړه وکړي . د دغه وړانديز سره سم زده کوونکی ډير خوشحاله ؤ او يو ډير ښکلی انګليسی مرکز يي جوړ کړ . نجلۍ شو په خپلی ورځنی يادپاڼې کې وليکل چې د انګليسی ژبی د مرکز جوړول يو ښه پيل دی او هيله لرم چې زده کوونکی په أزاد چاپيريال کې انګليسي ژبه زده کړي .

د دوهمی ډلی محصلينو مشرې جو يی هوا بی وزلو سيمو ته د خوځيدلو په مراسمو کې د دوی احساسات او هيلې څرګندی کړی . هغې وويل چې دوی به نه يوازی په بی وزلو سيمو کې زده کوونکو ته کتابي پوهنې ورزده کړي بلکی د زده کوونکو کورونو ته به هم ولاړ شي ، د زده کوونکو ودې ته به پاملرنه وکړي او د نړيوالو ښارونو تازه معلومات به دوي ته ورسوي څو چې د دوی پوهنې او د ليدو ساحې پراخې شي .