
ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم .
د چين د جنوب لويديځ د يون نان ولايت په مرکز کون ميانګ ښار کی د ملی لږکيو يو کلی شته . په دغه کلی کی تاسو د يون نان ولايت د څه دپاسه ٢٠ ملی لږکيو د ځانګړتيا سره جوړ شوی ودانۍ او د دغو ملی لږکيو قومی دود دستورونه هم ليدلی شي . څو ورځې دمخه زمونږ خبريال دغه کلی ته تللی وو او ويی ليدل چې د جينګ پو قوم وګړي چې د يون نان ولايت له بيلابيلو ځايونو نه راغلی ، د نويو جامو په اغوستلو سره د سندرو ويلو او نڅاو کولو لپاره دغه کلی ته ننوتلي وو او د جينګ پو قوم د مو تاو زونګ ګه په نامه د نڅاو په ستر فعاليتونو کی ګډون وکړ . د پروګرام په دغه کړۍ کی به تاسو ته د جينګ پو قوم په اړه څه معلومات وړاندی کړو .
( موسيقی )
موناو زونګ ګه په جينګ پو ژبی کی مونږ سره يو ځای نڅا کوو معنی لری . هر کال د غلو دانو د حاصلولو ، فيستوالونو او د مېلمنو د هرکلی په وختونو کی دجينګ پو قوم د مو ناو زونګ ګه فعاليت ترسره کوی . زمونږ خبريال په نوموړی کلی کی د دغه فعاليت د ترسره کولو په يوه ميدان کی ليدلی چې د ميدان په مرکز کی څلور جګې ستنې ولاړې وې چې ورباندی رنګا رنګ او بيلابيل تصويرونه کښل شوي دي . د جينګ پو قوم يوې نجلۍ چې يانګ څای لينګ نوميږی زمونږ خبريال ته وويل :
( اواز )
کښل شوی تصويرونه په حقيقت کی
د چينګ ځانګ له لوړې څخه دغه ځای ته زمونږ د قوم د کډې د تللو کرښه ده . زمونږ په فيستوال کی د نڅا ګامونه هم د دغې نقشې له مخی ټاکل شوی دی .
هغې زياته کړه چې پخوا د جينګ پو قوم د چينګ ځانګ په لوړه کی ژوند کاوه او بيا يون نان ولايت ته کډه شو ل.
( موسيقی )
د ډول او شپيلۍ د غږونو په ملګرتيا د مو ناو زونګ ګه فعاليت په رسمی توګه پيل شو .
د نڅا کوونکو په ډله کی هر سړي په لاس کی يوه چاړه نيولې او د چاړې مخ کيڼې خوا ته وی . د جينګ پو قوم هلک جين يونګ زمونږ خبريال ته وويل :
چاړه د جينګ پو قوم د نارينه وو يوه نښه ده . زمونږ په ژوند کی چاړه له مونږ څخه نه جلا کيدونکی دی او هر کار چاړې ته په کار دی . په تيره زمانه کی د جګړو لپاره چاړه ځواکمنه وسله هم وه .
د جينګ پو د نارينه وو په خپل عمر کی بايد دری چاړې ولري چې په جلا جلا توګه د پلار ، انا او نيکه له خوا ورکړی شوی او د زيږدنې ، له لوييدو وروسته او د واده په وخت کی له ځان سره لری .
د نڅا کولو په ډله کی ښځې هم په خپل لاس کی رنګه چترۍ او پر خپلو جامو باندی د سپينو زرو ګاڼې خوځوی . دغه حرکت ځانګړی معنی لری . په دی اړه أغلی زو چيان ينګ زمونږ خبريال ته وويل :
( اواز )
ډير پخوا زمونږ قوم د کډې کولو په ترڅ کی په هوا کی د شی په نامه يوه مرغه وغوښتل چې له مونږ سره يو ځای نڅا وکړي . په هغه وخت کی مونږ د سپينو زرو له ګاڼو او د نويو جامو په اغوستلو سره نڅا کوله .
هغې زياته کړه چې بيا وروسته د نوموړی مرغه د يادونې لپاره مونږ د نڅا په وخت کی خپله د سپينو زرو ګاڼه خوځوو .
په عام وخت کی د يون نان د ملی لږکيو په کليو کی هرکال د سندرو او نڅاو ستر فعاليت ترسره کيږي او د هېواد د بيلابيلو ځايونو زيات سيلانيان يی راجلب شوی او په خوشحالۍ سره يی په دغو فعاليتونو کی ګډون کړی په هماغه وخت کی دغه کلی د سندرو او نڅاو په سمندر بدليږی .
ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده او ستاسو له غوږ نيولو څخه مننه کوم .