<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-07 16:18:41    
د پړانګانو بڼ ته سفر

cri

پړانګ داسي يو ډول ژوی دی چې د عدم او نابودۍ له ګواښ سره مخامخ دی . د پړانګانو د نورو ډولونو په پرتله د چين هغه پړانګان چې د هيواد په شمال ختيځ د لوی او کوچنی شينګ ان او د چانګ باي په غرنيو سيمه کې ژوند کوی ، ډير زوروره او خطرناک دي ځکه چې ونه يي غټه ده او ويښتان يي ځلا لری ، نو د پړانګانو د پاڅا په نامه بلل کيږي . چين ته د سفر په دغه کړی کې له ما سره يو ځای د شمال ختيځ چين د پړانګ ټاټوبی ته سيل وکړئ او په نړۍ کې د دغه ډول پړانګ په لومړنی لويه اډه يعنی د پړانګانو په بڼ کې پړانګان له نژدی وګورئ .

دغه بڼ د چين په شمال ختيځ د هی لونګ جيانګ ولايت د هاربين ښار په شمال کې پروت دی چې د دريو هکتارو پراخوالی لری او په کې څه دپاسه څلور سوه پړانګان روزل او ساتل شويدي . په دې بڼ کې مونږ وليدل چې ځينو پړانګانو په ډله ايز ډول په ځنګلونو يا د خوض په غاړه پلی کول ، ځينې يې پر ځمکو باندی غزيدلي او يا يي تر لمر لاندی د ډوډی انتظار کاوه . ____اواز____

همدااوس مو د پړانګانو سوڼيدا واوريد . په دغه بڼ کې پړانګان د عمر له مخې په جلا جلا توګه د اغزنو سيمانو او بريښنايي دروازو له خوا په ويشل شويو اته کوچنيو سيمو کې ساتل شويدي . د بڼ کارکوونکی ښاغلی دو مين چې د سيلانيانو د لارښوونې دنده لری ، په دې بڼ کې د لسو کلونو لپاره کار کړی دی . هغه هره ورځ د جيپ موټر په وسئله په بڼ کې ګزمه کوي ، پړانګانو ته خوراکونه ورکوي ، د پړانګانو بچې ساتي او داسي نور . هغه هر پړانګ پيژني او د هر پړانګ نمبر او نوم ويلای

شي . هغه د پړانګانو د پيژندنې د لارې چارې په هکله وويل ____اواز___

بايد لومړی د دوي مخونه ، بيا د سترګو او وروځيو په پاسني برخه دوې سپينې کړۍ وګورئ او بيا د دوي حرکتونه وګورئ چې ځيني لکۍ يي پورته ، ځيني يي کږه او يا نور ځينی يي ښې يا کيڼ خوا ته لګيږي ځکه چې هر پړانګ ځانګړې بڼه او حرکت لری .

کله چې زمونږ ځانګړی جيپ موټر د زياتو پړانګانو ځای ته ورسيد ، څه نا څه شل پړانګان سمدلاسه زمونږ موټر ته يوه کړۍ جوړه کړه . زمونږ پر موټر باندی اغزن سيمان نصب شويدی چې په ځانګړی توګه پړانګانو ته د خوراک ورکولو په موخه ده ، هوښيار او ځيرک پړانګان له ډير ليري ځاي څخه د مړټر د انجن اواز اوريدلای شي . ښاغلی دو مين وويل پړانګان کله نا کله د موټر پاس ته ټوپ وهي او له غوښو څخه غوښتنه کوي . هغه خبريال ته وويل ___اواز____

اوس يو پړانګ زمونږ پر موټر باندی ولاړ دی ،لکۍ يي د موټر پر کړکۍ باندی ليدل کيږي . که څه هم زمونږ موټر د چټک حرکت په حال کې دی ، خو پنجو يي پر موټر باندي کلکې نيولې ، سره له دې چې موټر مو سخت ريږيدلی دی ، خو لا هم له موټر څخه په ځمکه و نه غورځيده . ځينی پړانګان له دې څخه ويريږي چې له موټر څخه له لويدو وروسته د چرګ غوښی د نورو پړانګانو له خوا وتښتول شي ، نو د موټر په پاس غوښی خوري .

ښاغلی دو وويل د شمال ختيځ چين پړانګ ډير هوښيار دي چې د انسان له طبيعت سره أشنا دې او په زړه کې عقده هم ساتي . د بيلګې په توګه يو موټروان و نه غوښتل چې پړانګ د خپل موټر په تاي باندي ادرار کوي ، نو په لرګی پردغه پړانګ وواهه. له دې وروسته هر کله چې دغه موټروان بڼ ته راځي ، دغه پړانګ د ده موټر په

شاو خوا کې دريږي او د موټر واګن ته ګوري څو چې غڅ واخلي. د نورو د وړانديز له مخې وروسته دغه موټروان بڼ ته د داخليدو په وخت کې دغه پړانګ ته غښې ورکړې چې د لس ګونو ورځو د غوښې ورکولو وروسته دغه پړانګ له خپل غچ څخه لاس واخيست .

اوس د پړانګانو پر عادې ژوند باندی د اغيزی د نه کولو په حال کې دغه بڼ هره ورځ سل ګونه تنه سيلانيان مني . له بيجينګ څخه راغلی سيلانې جيانګ شو وويل ___اواز____

د شمال ختيځ چين پړانګ د پوپنا کيدو او نابودۍ له ګواښ سره مخامخ دی او ډير ارزښت لری . دغه بڼ ډير لوی دی او همدااوس مو ليدلی ؤ چې د دغو پړانګانو د روزلو او ساتلو چاپيريال ډير ځانګړی دی لکه په طبيعت کې ژوند کوي . نو د دوي وحشيت ورو ورو اعاده شوی دی . له دغه وحشي ژوي سره نژدی تماس نيول د ډيرو سيلانيانو لپاره لومړی تجربه ده .

درانو اوريدونکو ، چين ته د سفر نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي ، تاسی د دغه مضمون له اوريدلو وروسته د شمال ختيځ چين له پړانګانو سره علاقه لرئ ؟