<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-07 19:20:25    
په افغانستان کی د بريتانيې څلويښت تنه سرتيری وژل شوی دی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کی د ناتو بلاک په مشری نړيوال امنيت ساتونکيو ځواکونو د سپتمبر په اومه نېټه په يوه مطبوعاتی اعلاميه کی وويل د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د ناتو بلاک دری تنه سرتيری وژل او نور ډېر کسان ټپيان شول. د بريتانيې خبری رسنيو د دې خبر پخلی وکړ چې دا دری تنه سرتيری د دې هېواد دی. نو تر اوسه پوری په افغانستان کی د بريتانيې څلويښت تنه سرتيری وژل شوی دی.

په دغه اعلاميه کی ويل شوی چې د ناتو بلاک يو سرتيری په همدې ورځ غرمه د هلمند په ولايت کی د ګزمی په وخت کی پر يو مين د ختلو د چاودنې له امله مړ شوی. د همدې ورځ په ماښام په نوموړی ولايت کی د ناتو بلاک ځواکونو پر اډې د هاوان يو ګولۍ لګيدلې او پکی يو تن وژل شوی دی. پر دې سربيره په همدې ورځ يو سرتيری چې د روانې مياشتې په لومړی نېټه په جګړې کی ټپی شوې و، مړ شوی دی.

سږ کال د افغانستان امنيتی وضعه د ترينګلتيا په حال کی ده او تر اوسه پوری څه دپاسه يوويشت سوه تنه په شخړو کی وژل شوی چې پکی سل بهرني سرتيری شامل وو.