د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان يو چارواکی وويل طالبانو د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د پوځی بريدونو په ترڅ کی د زابل او هلمند دوو ولايتونو مرکزی ولسوالۍ نيولی دي.
د طالبانو وياند هم په همدې ورځ اعلان وکړ چې دوی نوموړی دوه سيمې نيولي دي.
د افغانستان جنوبی سيمه تل د وسلوالو طالبانو د پوځی عملياتو ليدونکې ده. د تير جولای په اوه لسمه نېټه يی هم د ګرمسير مرکزی ولسوالی نيولې وه چې دوه ورځې وروسته بيا په افغانستان کی د ګډو ځواکونو لخوا بېرته ونيول شوه.